کابل (پژواک، ۵ تله ۱۴۰۲): د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزی وایي، په نورو هېوادونو کې پر افغان کډوالو راغلی وضعیت د منلو وړ نه دی او دغه هېوادونو دې له افغان کډوالو سره د نړۍوالو قوانینو له مخې چلند وکړي.
ستانکزي دغه څرګندونې نن په کابل کې د ګرځندوی نړۍوالې ورځې په نمانځغونډه کې وکړې.
هغه په دې غونډه کې وویل: «له سیاسي مخالفینو غواړم چې له خپل مخالفته تېر شي او بېرته هېواد ته دې راشي، د افغانستان فضا او سرحدونه د سیاسي مخالفینو پرمخ خلاص دي، هر څوک کولای شي چې له کومې وېرې پرته د امن په فضا کې هېواد ته راوګرځي، د هېواد د پرمختګ لپاره دې کار وکړي او موږ به ورسره همکاري وکړو.»
هغه له ګاونډیو هېوادونو مننه وکړه چې افغان کډوالو ته یې ځای ورکړی خو ویې ویل په ګاونډیو هېوادونو کې پر افغان کډوالو راغلی وضعیت د منلو وړ نه دی.
هغه وویل تر هغه چې د افغان کډوالو د راستنېدو زمینه برابریږي ګاونډي هېوادونه او په ځانګړې توګه پاکستان دې له افغان کډوالو سره د اسلامي، اخلاقي او نړۍوالو قوانینو له مخې چلند وکړي.
ستانکزي دا هم وویل: «هر هېواد چې خپل داخلي امنیتي او اقتصادي مشکلات لري هغوی باید کوښښ وکړي چې خپل مشکلات په خپله حل کړي او د بې ځایه تورونو لګولو او مسوولیت د بل چا په غاړه اچول د حل لاره نه ده.»
هغه د سیمې هېوادونو څخه غوښتنه وکړه چې داخلي ستونزې دې په خپل منځ کې حل کړي، نه دا چې د ځینو قدرتونو د خوشحالولو لپاره تورونه په ګاونډيو او نورو هېوادونو ولګوي.
نوموړی وویل: «مونږ همیشه نړیوالو ته اعلان کړې دی افغانستان هېڅ وخت په هېڅ هېواد کې غیر قانوني فعالیتونه نه دي ترسره کړي او د نورو هېوادونو د امنیت په ضد یې فعالیت نه دی کړې او له دې وروسته هم چاته اجازه نه ورکوو.»
دی وایي، اسلامي امارت دې ته ژمن دی چې له نړیوالو او سېمو هېوادونو سره ښیې اړیکې ولري.
نوموړي زیاته کړې چې د اسلامي امارت په حاکمېدو سره افغانستان ته د بهرنیو سیلانیانو د راتګ ښه زمینه برابره شوې او حکومت ژمن دی چې بهرنیو سیلانیانو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه هم په دې ناسته کې وویل چې ګرځندویان د هېوادونو ترمنځ د سیاسي اړیکو پیاوړتیا کې هم مهم رول لري.
هغه زیاته کړه چې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې سيلانيانو ته د اسانتياوو برابرولو په موخه هوټلونه جوړېږي او دغه راز له هېوادوالو یې غوښتنه وکړه چې په افغانستان کې د بهرنیو سیلانیانو ښه مېلمهپالنه وکړي.
په یاده غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي مرستیال حیاتالله مهاجر فراهي وویل، د اسلامي امارت په راتګ سره ۴۲۰۰ بهرنیو سیلانیانو د هېواد له تاریخي سیمو او طبیعي ښکلاوو لیدنه کړې او دغه شمېر ورځ تر بلې مخ په زیاتېدو دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP