کابل (پژواک، ۵ تلې ۱۴۰۲): اقتصادي کمېسیون د کانونو د ساتنې په موخه د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري جوړه شوې کړنلاره تایید کړې او دغه وزارت ته یې دنده سپارلې چې د عامه ساتنې ملي تصدۍ سره اختلافي ټکي حل کړي.
د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت په خبرپاڼه کې راغلي چې نن د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون غونډه جوړه شوه.
سرچېنې لیکلي چې په دې غونډه کې تر هر اړخیز بحث وروسته د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري د کانونو د ساتنې په موخه جوړه شوې کړنلاره تایید شوه او کانونو وزارت ته دنده وسپارل شوه، څو د عامه ساتنې ملي تصدۍ سره د اختلافي ټکو د حل په موخه ناسته وکړي.
خبرپاڼه کې راغلي، د عامه ساتنې ملي تصدي به په ټول هېواد کې د کانونو د ساتنې په موخه ځانګړې شوې قطعه لا پیاوړې او منظمه کړي، چې له مخې به یې د غیر قانوني او خپلسرو کیندنو مخنیوی وشي.
په دغه ناسته کې همدا راز پرېکړه شوې چې ارزګان ولایت ته د برېښنا رسولو په موخه دې د اوبو او انرژۍ وزارت او د افغانستان برېښنا شرکت له لوري ترتیب شوی راپور، د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه مقام دفتر ته واستول شي او د هدایت مطابق دې بیا اقدام وشي.
خبرپاڼه کې راغلي چې د اقتصادي کمېسیون په یاده غونډه کې د کور او ښار جوړولو وزارت، د ارزاقو دولتي شرکت او کابل ښاروالۍ څخه جوړې شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، څو د کابل ښار د پنځمې ناحیې اړوند د کمپنۍ په ساحه کې د مېوو او سبزیو مارکېټ لپاره له ښاري اصولو سره سمه طرحه جوړه او د منظورۍ په موخه یې د اقتصادي کمېسیون راتلونکي مجلس ته وړاندې کړي.
په دې ناسته کې همدا راز ساختماني پروژو کې د غوري او جبل السراج سېمنټو کارولو په اړه د اقتصادي معاونیت د استازي په ګډون د ټولګټو، د کلیو بیارغونې او پراختیا، کور او ښار جوړولو وزارتونو او همدارنګه د ملي پراختیا شرکت او د سټنډرډ ملي ادارې څخه جوړې شوې ګډې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، څو د غوري او جبل السراج سېمنټو د کیفیت ټېسټونه بیاځلې ترسره او خپل راپور په پنځو اونیو کې اقتصادي کمېسیون ته د نهایي تصمیم نیونې په موخه راوليږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP