کابل (پژواک، ۵ تله ۱۴۰۲): په ملګرو ملتونو کې د ایران استازي د دغه سازمان د امنیت شورا ناسته کې د افغانستان پر وړاندې د یو اړخیزو بندیزونو لغوه کېدو غوښتنه کړې ده.
د صدا و سیما اژانس راپور له مخې، په ملګرو ملتونو کې د ایران استازي امیر سعید ایرواني پرون (سه شنبې) په یاده ناسته کې په افغانستان کې د انساني ناورین سختېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د بندیزونو لغوه کېدل به د یاد هېواد د اقتصاد ښهوالي برخه کې مرسته وکړي.
هغه دغه راز د بشري غبرګون پلان کمښت ته په اشاره د افغانستان له اقتصاد سره د مرستې لپاره د یو اړخیزو بندیزونو لرې کولو او بېطرفانه بشري مرستو غوښتنه وکړه.
هغه زیاته کړه: «ایران د افغانستان د ملاتړ لپاره د نړۍوالې ټولنې پر اخلاقي ژمنتیا ټینګار کوي او د سیمې امنیت د تضمین، د کډوالو خوندي ستنېدو او د افغانستان اقتصادي بیارغونې لپاره د ګډو هڅو غوښتنه کوي.»
د هغه په خبره، ایران د سولې او ثبات لپاره له ګاونډیو هېوادونو سره پر همکارۍ او له افغانستان سره د مرستو لپاره پر خپلې ژمنتیا ټینګار کوي.
نوموړي له سرپرست حکومت سره پر رغوونکي تعامل ټینګار او د خبرو اترو او مرستو لپاره یې د سیمهییزو نوښتونو ملاتړ وکړ.
مخکې له دې هم د سرپرست حکومت چارواکو تل ویلي چې د نړۍ له خوا د بندیزونو لګول د یوه لوري لپاره هم ګټه نه لري.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي استازې روزا اوتنبایوا په یاده ناسته کې یو ځل بیا د سرپرست حکومت پر تعامل ټینګار وکړ او ویې ویل، له هغوی سره تعامل د هغوی د پالیسۍ منلو په معنا نه ده، بلکې د دغو پالیسیو د بدلون لپاره یوه هڅه ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP