ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لوګر په خوښۍ ولسوالۍ کې د ۲۰ رغنیزو پروژو چارې پيل شوې

د لوګر په خوښۍ ولسوالۍ کې د ۲۰ رغنیزو پروژو چارې پيل شوې

author avatar
28 Sep 2023 - 15:52
د لوګر په خوښۍ ولسوالۍ کې د ۲۰ رغنیزو پروژو چارې پيل شوې
author avatar
28 Sep 2023 - 15:52

پل‌علم (پژواک، ۶ تله ۱۴۰۲): د لوګر ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست مسوولین وايي، نن د دغه ولایت په خوښۍ ولسوالۍ کې د شاوخوا ۱۸.۵ میلیون افغانیو په لګښت د ۲۰ رغنیزو پروژو چارې پيل شوې.

د لوګر ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې رییس مولوي محمدقاسم راشد پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه پروژې د ملګرو ملتونو د پروژو د خدمتونو دفتر(یونپس) په مالي ملاتړ د راتلوونکو درېیو میاشتو په ترڅ کې په خوښۍ ولسوالۍ کې پلي کېږي.

راشد زیاته کړه، په یادو پروژو کې ۲۴ زره مترمربع‌ د کانالونو پاکول، ۴۳۰۰ مترمربع د کاریزونو پاکول، ۹۰۰ متره د څښاک پاکو اوبو پایپ غځول او ۱۵۰ متره په اوږدوالي محافظوي دېوال جوړول شامل دي.

هغه دغه راز زیاته کړه، په یادو پروژو کې به شاوخوا ۱۱۰۰ وزګارو مسلکي او غیرمسلکي کسانو ته د درېیو میاشتو لپاره د کار زمینه برابره شي.

بلخوا د دغه ولایت والي مولوي ضیاالرحمن مدني وویل، د لوګر ولایتي اداره هڅه کوي په نورو ولسوالیو کې هم ورته پروژې پلې کړي.

هغه زیاته کړه، ا.ا له ولس سره شوې ژمنې عملي کوي او د هېواد د بیارغونې برخه کې شته پلانونه پلي کړي.

هغه دغه راز له ولس څخه غوښتنه وکړه چې د بیارغونې په برخه کې له دولت او مرستندویه مؤسسو سره همکاري وکړي.

د لوګر ولایت د خوښۍ ولسوالۍ اوسېدونکي هم خوښ دي چې د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست له لوري په دغه ولسوالۍ کې ۲۰ رغنیزې پروژې پيل شوې دي.

د خوښۍ ولسوالۍ یوه اوسېدونکي رسول‌ګل وویل، خوښ دی چې په ولسوالۍ کې یې رغنیزې پروژې عملي کېږي.

هغه له حکومته غوښتنه وکړه چې د تېر نظام د ولسي تړون پاتې نېمګړې پروژې هم بشپړې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ هم د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (UNICEF) له لوري د پوهنې په برخه کې د ۲۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د دریو رغنیزو پروژو کار پیل شو.

Views: 20

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.