Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

یو افغان سوداګر غواړي د کرنې برخه کې د ۱۶۰ میلیونه افغانیو په ارزښت پانګونه وکړي

کابل (پژواک، ۶ تله ۱۴۰۲): د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وایي، چې یو افغان سوداګر غواړي چې د کرنې په برخه کې د شاوخوا ۱۶۰ میلیونه افغانیو پانګونه وکړي.

د دغه وزارت له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د نجیب‌الله عظیمی په نوم دغه سوداګر د کرنې او مالدارۍ وزارت مرستيال مولوي صدراعظم عثماني سره په کتنه کې په افغانستان کې د څو شرکتونو په همکارۍ د نږدې دوه ميليونو ډالرو پانګونې خبر ورکړ.

د نجيب‌الله عظيمي په خبره، دغه پانګونه به د سرې د توليد، فارمونو، لابراتوارونو او د ځينو حيواني خوراکي توکو د توليد په برخه کې چې په جرمني کې مؤثریت لري، وشي.

هغه زیاته کړه: «د دې پانګونې له لارې زموږ پلان دا دی چې د کچالو د ګټورو ډولونو انتقال، د اوښ مارغه ترویج، د غواوو او وزو ډولنه چې د غوښې او شیدو له پلوه لوړ تولید لري، په برخو کې فعالیت وکړو.»

په یاده لیدنه کې د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د کورنیو تولیداتو د زیاتوالي او هېواد ته د وارداتو د کمولو په برخه کې د کرنې وزارت د هڅو په اړه خبرې وکړې.

هغه زیاته کړه: «موږ په افغانستان کې د پانګونې په برخه کې ستاسو د هڅو ستاینه کوو، هغه توکي او حیوانات چې تاسو یې لېږدوئ، باید پرې څېړنې وشي، څو د کیفیت او کمیت له اړخه وارزول شي.»

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وایي، هڅه کوي چې د هېواد ملي سوداګرو ته د پانګونې او خلکو ته د کار زمینه برابره کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.