ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلوچستان کې د چاودنې له امله له ۱۰۰ ډېرو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

بلوچستان کې د چاودنې له امله له ۱۰۰ ډېرو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

author avatar
29 Sep 2023 - 15:15
بلوچستان کې د چاودنې له امله له ۱۰۰ ډېرو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې
author avatar
29 Sep 2023 - 15:15

کابل (پژواک، ۷ تله ۱۴۰۲): د پاکستان بلوچستان ایالات کې یوه جومات ته څېرمه د میلادالبني مراسمو کې د چاودنې له امله ۵۲ کسان وژل شوي او ۵۵ نور ټپیان دي.

د پاکستانۍ ډان خبر رسنۍ راپور له مخې، دغه چاودنه د بلوچستان مستونګ سېمه کې یوه جومات ته څېرمه – چې د میلادالبني مراسم نیول شوي و- نن له غرمې مخکې شوې ده.

سرچینې د سیمې روغتیايي مسوول ډاکټر رشید محمدزي له قوله لیکلي چې په دغه چاودنه کې تر اوسه د مړو شمېر ۵۲ ته او د ټپیانو ۵۵ ته رسېدلی دی خو دغه شمېر مخ په زیاتېدو دی.

د مستونګ سیمې د پولیسو مشر شعیب مسعود بي‌بي‌سي ته ویلي: «لومړني شواهد ښيي چې چاودنه احتمالاً د یوه ځانمرګي برید له کبله شوې، په ظاهره یې هدف د خلکو همدا [د میلادالنبیي مراسمو] ګڼه ګوڼه وه.»

تراوسه کومې ډلې د یادې چاودنې مسوولیت نه دی منلی او تحریک طالبان پاکستان، رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې دوی په دې چاودنه کې لاس نه لري.

د راپورونو له مخې، روانه میاشت په یاده سېمه کې په یوه بم برید کې د جمعیت علمای اسلام د یو مشر حافظ حمدالله په ګډون ۱۱ کسان ټپیان شوي وو.

Views: 40

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.