Language

بادغیس کې له څه باندې ۲۲۰۰ کورنیو سره مرسته وشوه

قلعه‌نو (پژواک، ۷ تله ۱۴۰۲): د بادغیس ولایت مقام وایي چې د دغه ولایت په تګاب‌عالم ولسوالۍ کې له ۲۲۰۰ زیاتو بېوزلو کورنیو سره د خوراکي توکو مرستې وشوې.

د بادغیس ولایت مقام ویاند احمدجان حنظله پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه مرستې د «ورلدویژن» نړۍوال دفتر په مالي مرسته د کلیو او پراختیا ریاست له لورې په ۲۲۲۵ کورنیو وېشل شوې دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، په دغو مرستو کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلوګرامه اوړه، پنځه لېټره غوړي، شپږ کیلوګرامه دال، ۱.۵ پنځه کیلوګرامه شیدې او د ماشومانو تغذي مواد ورکړل شوي دي.