کابل (پژواک، ۸ تله ۱۴۰۲): د المپیک ملي کمېټه وایي، د پهلوانۍ، جوجیتسو او کاراتې ۱۱ افغان ورزشکاران د چین په کوربهتوب په اسیایي المپیکي سیالیو کې د ګډون په موخه چین ته لاړل.
د المپیک ملي کمېټې او ورزش عمومي ریاست پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د پهلوانۍ، جوجیتسو او کاراتې ۱۱ ورزشکارانو په اسیایي سیالیو کې د ګډون په موخه نن د چین هېواد هانګزو ښار ته سفر وکړ.
د اسیا المپیکي سیالۍ د روانې سپټمبر میاشتې له ۲۳مې نېټې په چین کې روانې دي او په دغو سیالیو کې له افغانستانه په ۱۵ رشتو کې له ۸۰ څخه ډېر لوبغاړي ګډون لري.
د یادونې ده، په دغو سیالیو کې تر اوسه محمدخالد هوتک، نصرتالله حبیبي د ووشو او محسن رضایي بیا د تکواندو برخو کې د برنزو مډالونه ترلاسه کړي دي.
Views: 59
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن