[restrict paid="true"]
لښکرګاه ( پژواک ، ۸ تله ۱۴۰۲ ) : د افغانستان د کرکټ بورډ اجرائیوي رییس وایي چې د هلمند کرکټ لوبغالی به په معیاري ډول ورغوي.
د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مرستیال مولوي محمدقاسم ریاض د تلې په ۹مه پژواک خبري اژانس ته وویل، د کرکټ بورډ اجرائيوي رییس نصيب خان، د ولایتونو د کرکټ لوبغالو او اکاډمیو مسوول انجينیر ممتاز او د هلمند کرکټ مالي او اداري مسوول عابد په دغه ولایت کې د کرکټ له لوبغالي او روزنيز مرکزه لیدنه وکړه.
د کرکټ بورډ اجرائیوي رییس نصیب خان د هلمند کرکټ له لوبغالي د لیدنې پر مهال خوښي وښوده او یادونه یې وکړه چې یاد لوبغالی به پر ملي معیار جوړوي او د کرکټ لوبو لپاره به يې چمتو کوي.
هغه زیاته کړه، د دغه ولایت د کرکټ روزنیز مرکز کې به ډېر ژر نور معیاري کارونه هم پیل کړي څو په راتلونکي کې هلمند د لوبغالي او اکاډمۍ له اړخه هيڅ ستونزه ونه لري.
نصیب دغه راز وویل چې په دې لوبغالي کې به انجنیران او نور کارکوونکي د پاتې کارونو د ژر پای ته رسولو لپاره هڅې ډېرې کړي.
د کرکټ بورډ اجرائیوي رییس زیاته کړه، د کرکټ اکاډمي د پېچونو په زياتولو او جوړولو سره به نور هم په دغه ولایت کې کرکټ وده وکړي او نوي استعدادونه به راڅرګند شي.
هغه وویل؛ د اکاډمۍ پېچونو (ویشتنځایونو) د ترمیم، دفتر، تشناب، جالونو او رنګ کار به راروانه اونۍ پیل شي او د میدان ترمیم ته به په ۲۰۲۴ کال کې بودجه ځانګړې شي.
[/restrict]
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن