Language

لوګر کې د سل میلیون افغانیو په لګښت رغنیزې پروژې پلې کېږي

پل‌علم (پژواک، ۸ تله ۱۴۰۲): د لوګر د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست وایي چې په دغه ولایت کې د ملګرو ملتونو د شاوخوا سل میلیونه افغانیو په مالي مرسته ۱۲۰ رغنیزې پروژې پلې کوي.

د لوګر د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست مطبوعاتي مسؤول صبغت‌الله نائب‌خېل پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه پروژې په راتلونکو شپږو میاشتو کې د ملګرو ملتونو له لوري عملي کېږي او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.

نائب‌خېل زیاته کړه، په یادو پروژو کې د څښاک پاکو اوبو شبکو، کانالونو، کاریزونو، سړکونو، چکډیمونو او استنادي دېوالونو جوړول شامل دي.

نوموړي زیاته کړه چې د یادو ۱۲۰ پروژو له ډلې تراوسه د ۲۰ رغنیزو پروژو عملي کار پيل شوی چې شاوخوا ۱۱۰۰ کسانو ته په کې د کار زمینه برابره شوې ده.

login or register a new account.