Language

کندهار کې د سوادګریزو مشورو مرکز پرانیستل شو

کندهار (پژواک، ۸ تله ۱۴۰۲): کندهار کې د اروپایي ټولنې په مرسته د سوداګریزو مشورو مرکز پرانیستل شو چې د کاروبار او سوداګرۍ برخو کې به سوداګرو او متشبثینو ته مشورې او روزنه ورکوي.

دغه مرکز د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ او د «کورډایډ» نړۍوالې موسسې او ناروې‌ کډوالو شورا په همکارۍ جوړ شوی دی.

په کندهار ولایت کې د کورډایډ موسسې ساحوی مسوول احمدضیاء پوپل وایي، د دغه مرکز له لارې به صنعتکارانو او متشبثینو ته مشورې او روزنه ورکول کېږي څو هغوی په خپل کاروبار کې وده وکړي او زیانمن نه شي.

هغه زیاته کړه: «پر دغه مرکز ۹۰ زره یورو لګښت راغلی، دلته به سوداګرو او متشبثینو ته مشورې ورکول کېږي او دغه راز به لنډمهال روزنیز پروګرامونه د با تجربه کسانو او استادانو له خوا په وړیا ډول ورته جوړیږي څو هغوی په خپلو کاروبارونو کې تاواني نه شي.»

login or register a new account.