منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۵۶ غ.و
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

کندهار کې د سوادګریزو مشورو مرکز پرانیستل شو

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۷۱ کتنې

کندهار (پژواک، ۸ تله ۱۴۰۲): کندهار کې د اروپایي ټولنې په مرسته د سوداګریزو مشورو مرکز پرانیستل شو چې د کاروبار او سوداګرۍ برخو کې به سوداګرو او متشبثینو ته مشورې او روزنه ورکوي.

دغه مرکز د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ او د «کورډایډ» نړۍوالې موسسې او ناروې‌ کډوالو شورا په همکارۍ جوړ شوی دی.

په کندهار ولایت کې د کورډایډ موسسې ساحوی مسوول احمدضیاء پوپل وایي، د دغه مرکز له لارې به صنعتکارانو او متشبثینو ته مشورې او روزنه ورکول کېږي څو هغوی په خپل کاروبار کې وده وکړي او زیانمن نه شي.

هغه زیاته کړه: «پر دغه مرکز ۹۰ زره یورو لګښت راغلی، دلته به سوداګرو او متشبثینو ته مشورې ورکول کېږي او دغه راز به لنډمهال روزنیز پروګرامونه د با تجربه کسانو او استادانو له خوا په وړیا ډول ورته جوړیږي څو هغوی په خپلو کاروبارونو کې تاواني نه شي.»

بلخوا د کندهار د صنعت او کانونو خونې رییس سید سرور اماني وایي، په دغه ولایت کې اکثره وخت صنعتکاران او متثشبثین له دې امله تاواني کېږي چې پر کاروبار نه پوهېږي.

هغه وویل: «زموږ اکثره صنعتکاران له دې امله زیان ویني چې په کاروبار نه پوهېږي خو پانګونه کوي، یو کس و چې د نوي کاروبار په پيل کې دوه لکه ډالر زیان ورته ورسېدی، لامل یې دا و چې له مسلکي او باتجربه کسانو سره یې مشوره نه وه کړې، نو د دغه مرکز له لارې به صنعتکاران او متشبثین ښې مشورې او روزنه ترلاسه کړي.»

د دغه سوادګریز مرکز یو استاد سورګل اعظمي هم وایي، دغه مرکز ته به نه یوازې د کندهار، بلکې د حوزې په کچه صنعتکاران ورځي او د مشورو ترڅنګ به د نورو هېوادونو د ګټورو کاروبارونو په اړه معلومات ترلاسه کوي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد