پلخمري (پژواک، ۸ تله ۱۴۰۲): د لوړو زدهکړو وزارت سرپرست وایي چې د لوړو زدهکړو په برخه کې د هیچا فرمایشات د منلو نه دي او افغانستان پوهنتونونه به یوازې په اسلامي او افغاني ثقافت سمبال وي.
د لوړو زدهکړو وزارت سرپرست مولوي ندامحمد ندیم دغه څرګندونې نن د بغلان پوهنتون په انګړ کې محصلینو ته وکړې.
نوموړي وویل، د تېرې شل کلنې مبارزې یوه موخه دا وه چې تعلیمي مرکزونه مسلکي او په اسلامي ثقافت سمبال شي.
هغه دا هم وویل چې سږ کال څلورنیم سوه میلیونه افغانۍ د پوهنتون استادانو د مسلکي کېدو لپاره ځانګړې شوې دي.
ندیم زیاتوي چې محصلینو ته د بورسیو ترلاسه کولو په موخه يې هڅې پیل کړي او یو شمېر وزارتونو سره خبرې کړي، څو نوي فارغ شوي محصلین پر دندو وګوماري.
دغه راز د بغلان پوهنتون رییس مولوي صدیقالله خالد منصور وویل، د دغه پوهنتون احاطوي دېوال او ځینې برخې جوړې شوې خو نورې برخې هم جوړولو ته اړتیا لري.
هغه ټینګار وکړ چې د محصلینو د ټولو ستونزو حل ته باید اړینه پاملرنه وشي.
دغه راز په یاده غونډه کې یو شمېر استادانو وویل چې حکومت باید استادانو د استوګنې لپاره یو ښارګوټی هم جوړ کړي.
Views: 72
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن