[restrict paid=”true”]
فراه (پژواک، ۹ تلې ۱۴۰۲): امنیتي مسوولین وایي، په فراه ولایت کې یې هغه مېرمن ژغورلې چې د کاکا زامنو له لوري یې د شاوخوا لسو کلونو راهېسې په خونه کې بندي ساتله کېده، خو کورنۍ یې وایي چې دا رواني تکلیف لري.
د فراه امنیه قوماندان مولوي عبدالظاهر خادم د تلې په نهمه پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه مېرمن چې نوربيبي نومیږي د فراه ښار په مرکز کوکشیب کلي کې ژغورل شوې ده.
هغه وایي: «نن ماسپښین موږ ته احوال ورسېده چې په کوکشیب کلي کې، یوه ښځه د کاکا زامنو له لوري په یوه خونه کې ساتل کیږي، وروسته د جنایې مدیر او نورو مسولینو سره ساحې ته ورغلو چې په واقیعت کې موږ ولېدل چې دغه مېرمن په یوه تیاره کوټه کې په ډیر بد حالت کې ساتل کېدله او ظلم ورسره شوی دی.»
خادم زیاته کړه چې یادې ښځې ته خوراک او څښاک په همدې خونه کې ورکول کېده.
د نوموړي په وینا، یادې مېرمنې نور خپلوان نه درلودل او په دې تړاو یې د هغې څلور د کاکا زامن یې نیولي او هغه یې روغتون ته انتقال کړې ده.
د نوربيبي د کاکا لمسی نوراغا وایي، هغې روحي تکلیف درلوده له کوره به د باندې وتله، نو ځکه یې یوازې په خونه کې ساتله.
د یادې مېرمنې یو بل د کاکا زوی هم وایي چې هغې رواني تکلیف درلود.
د یادونې درې ورځې مخکې په خوست ولایت کې یوه مېرمن د خپل پخواني له لورې له شاوخوا لسو کلونو راهیسې په یوه خونه کې ساتل کېده چې امنیتي کسانو ژغورلې وه او له هغې په کابل کې یوه مېرمن د ورونو ۲۵ کلن بند څخه هم را خلاصه شوې وه.
[/restrict]
Views: 555
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن