Language

کندوز ښار کې د پنځو فرعي کوڅو پخولو چارې پیل شوې

کندوز (پژواک، ۱۰ تله ۱۴۰۲): د کندوز ښاروالي وایي چې د کندوز ښار په بېلابېلو ناحیو کې د ۵۰۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت د پنځو فرعي کوڅو د کانګرېټ‌اچونې چارې پیل شوې دي.

د کندوز ښاروال قاري ګل‌نبي انس پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن د دغه ښار په بېلابېلو ناحیو کې د پنځو فرعي کوڅو د کانګرېټ‌اچونې چارې پیل شوې.

هغه وویل چې د دغو کوڅو مجموعي اوږدوالی ۳۴۰۰ متره دی او د دې پروژې د کارونو په پیل سره سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

دی وایي: «په ټوله کې د دې پروژې لګښت ۴۸۵ زره ډالر دی، موږ د کندوز خلکو ته ډاډ ورکوو چې په نږدې راتلونکي کې به د څو نورو پروژو کارونه هم پیل شي,»

login or register a new account.