منځپانګې ته تلل
جمعه ۱۳ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۳۹ غ.و
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۳°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

کندوز ښار کې د پنځو فرعي کوڅو پخولو چارې پیل شوې

· ۲ دقیقې لوستل · ۲۳۲ کتنې

کندوز (پژواک، ۱۰ تله ۱۴۰۲): د کندوز ښاروالي وایي چې د کندوز ښار په بېلابېلو ناحیو کې د ۵۰۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت د پنځو فرعي کوڅو د کانګرېټ‌اچونې چارې پیل شوې دي.

د کندوز ښاروال قاري ګل‌نبي انس پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن د دغه ښار په بېلابېلو ناحیو کې د پنځو فرعي کوڅو د کانګرېټ‌اچونې چارې پیل شوې.

هغه وویل چې د دغو کوڅو مجموعي اوږدوالی ۳۴۰۰ متره دی او د دې پروژې د کارونو په پیل سره سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

دی وایي: «په ټوله کې د دې پروژې لګښت ۴۸۵ زره ډالر دی، موږ د کندوز خلکو ته ډاډ ورکوو چې په نږدې راتلونکي کې به د څو نورو پروژو کارونه هم پیل شي,»

له بلې خوا، د کندوز اوسېدونکي هم د دغو پروژو له تطبیقه خوښ دي.

د دې پروژې یو کارګر عبدالله وایي چې له یوه کال بېکارۍ وروسته ورته د کار زمینه برابره شوې او له دې لارې د خپلې کورنۍ نفقه برابروي.

هغه وایي: «بېکاري راته ډېره سخته وه، یو کال بېکاره وم، له نېکه مرغه چې دلته راته د کار زمینه برابره شوې، موږ غواړو چې داسې ډېرې پروژې تطبیق شي.»

د کندوز یو بل اوسېدونکی نصیراحمد وایي، په تېر کې یې د دغو پروژو د تطبیق په موخه ډېر کوښښونه کړي خو ورته پاملرنه ونه شوه، اوس چې د فرعي کوڅو د کانګرېټ چارې پیل شوې، خوښ دی.

دا پروژه په کندوز کې په داسې حال کې عملي کېږي چې له دې مخکې د کندوز اوسېدونکو د پراختیايي پروژو د تطبیق غوښتنه کړې وه.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه