Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د جرګو له لارې د شخړو پر حل ټینګار

کابل (پژواک، ۱۰ تلې ۱۴۰۲): د چارو شنونکي،  او هغه کسان چې دښمنۍ یې په دوستۍ بدلې شوې، د دښمنۍ ژوند له خوښیو د محرومیت ژوند بولي او په داسې حال کې د جرګو له لارې د شخړو پر حل ټینګار کوي چې تېر کال افغانستان کې له دې لارې ۴۳۳ هغه شخړې حل شوې چې له امله یې ۶۹۱ کسان وژل شوي وو.

د راپورونو له مخې، د خلکو ترمنځ شخړې او دښمنۍ د ځمکې، څرځایونو، ځنګلونو، د اوبو وېش، میراث او نورو مسایلو پر سر رامنځته کېږي. دغه دښمنۍ له وړو لفظي شخړو پیلېږي او په اوږدو او خونړیو دښمنیو اوړي.

افغانستان کې له پخوا د جرګو له لارې د شخړو د هواري دود شته، خو سره له دې هم د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ځینې خلک اوږدې او خونړۍ دښمنۍ لري او له امله یې د ښکېلو غاړو ژوند له کړاو سره مخ دی.

د قومونو ترمنځ د یووالي او همغږۍ جرګې

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست ملا نورالله نوري د روان کال د زمري په ۹مه د حکومت له لوري ملت ته د حساب ورکولو په موخه کابل کې جوړه شوې ناسته کې وویل چې دغه وزارت تېر کال د هېواد په ټولو ولایتونو کې «د قومونو ترمنځ د یووالي او همغږۍ» تر سرلیک لاندې ۳۴ جرګې جوړې کړې او د دغو جرګو له لارې یې په ټول هېواد کې د قومونو او کورنیو ترمنځ ۴۳۳ دښمنۍ او شخړې حل کړې دي.

هغه ویلي وو: «تېرکال د دغه وزارت دویمو واحدونو د علماوو، قومي مشرانو او مخورو په همکارۍ د قومونو او یو شمېر کورنیو ترمنځ د ځمکو او نورو بېلابېلو موضوعاتو پر سره اوږدمهاله ۱۳۳ لویې او د ۳۰۰ په شاوخوا کې وړې شخړې – چې له امله یې شاوخوا ۶۹۱ کسان وژل شوي او په سلګونه نور په کې ټپیان شوي وو- په دوستۍ بدلې کړې دي.»

د نوري د معلوماتو له مخې، د کاپیسا په نجراب ولسوالۍ کې ۲۳ کلنه شخړه، د جوزجان په اقچې ولسوالۍ کې ۳۰ کلنه، د ننګرهار په شینوارو کې د قومونو ترمنځ ۳۷ کلنه او په نورستان کې ۹۱ کلنه شخړه، د هغو شخړو بېلګې دي چې د یادو جرګو له لارې حل شوې دي.

د دښمنۍ ژوند د ناخوالو او له خوښیو د محرومیت ژوند دی

د پوهنتون استاد او دیني عالم نورالله کوثر وایي: «اسلام یوازې لمونځونه او روژې نه دي ویلي؛ لکه څنګه یې چې ښه اعمال ویلي، مسلمانان یې له بدو اعمالو هم منع کړي، شخړې او دښمنۍ هم کورنۍ ورانوي، هم افراد ختموي، هم ټولنه او معاشره ورانوي او حتی د هېواد په کچه د بربادۍ سبب کېږي.»

هغه وایي، مسلمانان باید یو بل ومني، یو بل ته د ورورګلوۍ پیغام ورکړي او که کله یې ترمنځ وړې ستونزې رامنځته کېږي، باید په هماغه پيل کې یې حل کړي.

د کندهار د مرکز اوسېدونکي احمد بشرمل او شفیع‌الله د هغو دوو کورنیو غړي دي چې تېر کال یې د یادو جرګو له لارې د ځمکې پر سر رامنځته شوې ۱۳ کلنه دښمني – چې ۶ کسان په کې وژل شوي وو- پر دوستي بدله شوه.

شفیع‌الله وایي: «دا ۱۳ کاله موږ د ژوند په خوند نه پوهېدلو، تعلیم مو نه شو کولای، د اختر په خوښیو نه پوهېدو، د دوستانو او قریبانو په ښادیو نه پوهېدو، نن شکر دی، الحمدالله د خوښۍ ځای دی چې سوله مو ترمنځ وشوه او له دې وروسته موږ کولای شو چې تعلیم وکړو، کاروبار وکړو او یو خوښ او سوکاله ژوند ولرو؛ یعنې په تېر څوو کلونو کې موږ ژوند نه کاوه، موږ یوازې د ژوندي پاتې کېدو کوشش کاوه.»

بشرمل هم وایي: «په ژوند کې د انسان بریا حوصله ده، زغم دی، علم دی، عفوه ده او غښتلي او با عزته خلک تل عفوه کوي او کم زوره خلک پر انتقام اخېستو غور کوي، نو زموږ لپاره دا [د دښمنۍ پای] د خوښۍ احساس راکوي، واقعاٌ موږ یو داسې فکر کوو لکه چې یو نوی ژوند مو پیل کړی.»

د روان کال په چنګاښ میاشت کې د بغلان ولایت په نهرین ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ ۳۵ کلنه دښمني – چې له دواړو خواوو شپږ کسان په کې وژل شوي وو- هم د جرګې له لارې حل شوې ده.

له دغو کورنیو یو غړی له روغې جوړې وروسته وایي: «دښمني ډېره بده ده، شپه به دې په کراره نه وي، ورځ به دې په کرار نه وي، بس یو درد سر به درته جوړ وي، بوټی به هم درته دښمن وي، ونه به هم درته دښمن وي، له یوه ځایه به بل ځای ته سفر نه شې کولای، نن مو چې دغه روغه او جوړه وشوه ډېر زیات خوښ یم.»

یاد کسان د دښمنیو په پای ته رسولو کې د جرګو د غړو هڅې ستایي او مننه ترې کوي چې د هغوی دښمنۍ یې په دوستۍ بدلې کړې دي.

د چارو شنونکي: د جرګو له لارې د شخړو حل غوره اقدام دی

د پوهنتون استاد او دیني عالم نورالله کوثر د شخړو د حل لپاره د اسلامي امارت اوسنۍ تګلاره ښه تګلاره بولي، خو وایي له هرې تګلارې چې کار اخیستل کېږي باید شرط دا وي چې دواړه کورنۍ رضایت ولري او شخړه د تل لپاره حل شي.

هغه زیاتوي چې د اسلامي لارښونو له مخې هم باید شخړې یا د محاکمو، یا هم د قومي او دودیزو جرګو له لارې حل شي او یا هم په خپله دواړه کورنۍ وهڅول شي او قناعت ورکړل شي چې خپلې ستونزې په خپلو کې سره حل کړي.

د پخواني حکومت پر مهال د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت در جرګو مرستیال محمدیعقوب احمدزي وویل، د شخړو او دښمنیو د حل یوازېنۍ لاره قومي جرګې دي؛ ځکه په افغاني ټولنه کې له ډېر پخوا دا یو منل شوی دود دی.

هغه وایي: «ولس هم افغاني جرګو ته ډېر زیات ارزښت ورکوي، د جرګو پرېکړو ته ژمن دي، موږ په کور او کلي کې ډېر خلک لیدلي چې رسمي اداراتو او محاکمو ته مراجعه نه کوي، ځکه یو خو په رسمي اداراتو کې خنډ او ځنډ راځي او یوه بله خبره دا چې یو به په ژړا راوځي او بل به خندا راوځي، خو د جرګو قانون داسې دی چې له دواړو لورو سره خبرې کېږي، دواړو ته قناعت ورکول کېږي او له قناعت وروسته جرګه ورته پرېکړه کوي او دواړه به په خندا یو بل ته غیږ ورکوي او د ورورولۍ ژوند له سره پیلوي.»

هغه وایي، په اوسنيو شرایطو کې د قومي جرګو له لارې د دښمنیو او شخړو حل تر ټولو ښه میکانیزم دی، حکومت، قومي مشران او علما دې له همدې لارو د خلکو شخړې حل کړي.

احمدزي او کوثر دواړو له خلکو وغوښتل چې په وړو مسایلو شخړې او دښمنۍ رامنځته نه کړي او د خبرو له لارې یې حل کړي؛ ځکه یو څوک هرڅومره دښمني وکړي او یو بل ووژني، خو بیا یې هم د حل لپاره جرګو ته کیني.

د کابل پوهنتون استاد او د حقوقي چارو پوه ودیر صافي هم وایي، په افغانستان کې له ډېر پخوا د کورنیو ترمنځ دښمني پاتې دي او د حل لپاره یې تر ټولو ښه میکانیزم همدا قومي او دودیزې جرګې دي چې باید له لارې یې روغې جوړې وشي.

هغه وایي: «دلته موډرن میکانیزمونه نه شته، په اوسنیو شرایطو کې همدا افغاني جرګې او افغاني میکانیزم تر ټولو ښه میکانیزم دی چې په روغو، جوړو کې مثبت رول لوبولی شي.»

نوموړي وویل چې حکومت باید خلکو ته د زده‌کړو زمینه برابره کړي، څو د خلکو د سواد کچه لوړه شي او کله چې په یوه ټولنه کې د سواد کچه لوړه شي، بیا خلک خپله پوهیږي چې په سوله کې یې ګټه ده.

د جرګو د پرېکړو څرنګوالی

په کندهار کې یو قومي مشر عصمت‌الله حبیبي – چې د شخړو د حل په ناستو کې ګډون کوي – د شخړو په حل کې د یادو جرګو کړنې مهمې بولي او وایي چې د جرګو غړي په خپلو پرېکړو کې ټول اسلامي او کلتوري مسایل په پام کې نیسي او له مخې یې روغه جوړه کوي.

هغه وايي: «موږ په خپلو پرېکړو کې [په بدو کې] د ښځو ورکړه چې هم اسلام ناروا کړې او هم کلتور او فرهنګ ناروا کړې، منع کړې ده، یو مسلمان باید د بل مسلمان، یو بنده باید د بل بنده پر ځای قرباني نه شي، دا شیان موږ منع کړي، موږ یوازې حقایقو ته ځان رسوو او دا زمینه برابرو چې د خلکو ترمنځ د سولې او ورورګلوي ژوند جوړ شي.»

په سوله کې خیر دی

دیني عالم عبدالمبین ماهر وایي چې سوله یو مقدس عمل دی او د اسلام په سپیڅلي تاریخ کې سولې ته په درنه سترګه کتل شوي دي.

هغه وایي: «خدای (ج) په قران کې سولې ته د خیر کلمه کارولې، د حجرات په سورت کې راغلي «وَ الصُّلْحُ خَيْرٌ» سوله کې خیر دی، له دې معلومیږي چې هیڅ سوله بده نه شي کېدای، سوله په هره طریقه چې وي په هغه کې خیر دی؛ ځکه چې سوله انسان نیک عمل ته او نیک عمل انسان خدای (ج) ته نږدې کوي، په سنن أبي داود کې د رسول الله (ص) یو حدیث دی چې فرمایي: ایا تاسو ته د داسې یوه کار رهنمایي ونه کړم چې هغه له روژې، لمونځ او صدقې څخه بهتر دی؟ بیا رسول الله (ص) ورته وویل چې [دا کار] د خلکو ترمنځ سوله کول دي.»

هغه وايي که چېرې د اسلام سپیڅلي تاریخ ته وکتل شي، رسول الله (ص) په ډېرو واقعاتو کې سولې ته ارزښت ورکړی چې د حدیبې سوله یې ښه بېلګه ده.

هغه زیاتوي: «په سوله کې ډېرې ګټې دي، په سوله کې یو څوک ښه عبادت کولای شي، ښه تعلیم او تحصیل کولای شي، ښه سفر کولای شي، ښه تجارت کولای شي، سوله د انسان د امید سبب ګرځیدلای شي، او برعکس جنګ بده پدیده ده، حسد، کینه، عداوت او دښمنۍ د جنګ اسباب دي چې خدای (ج) په قران‌کریم کې او رسول الله (ص) په احادیثو کې منع کړي دي.»

هغه وایي چې اسلام د سولې او ورورولۍ دین دی او سوله د هر مسلمان دنده ده؛ نو ځکه ټول باید د خلکو ترمنځ د سولې او روغې جوړې لپاره کار وکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.