Language

غزني کې د پاسپورټ کمېشنکارۍ په تور ۸۰ کسان نیول شوي

غزني‌ښار (پژواک، ۱۰ تله ۱۴۰۲): د غزني د پاسپورټ امریت مسوولین وايي چې د دوو کلونو په جریان کې په دې اداره کې ۸۰ کمېشنکاران نیول شوي دي.

د غزني د پاسپورت امریت مرستيال ميرا جان عمري دغه څرګندونې په داسې حال کې رسنیو ته وکړې چې نن یې دوه کمېشنکاران چې د جاغوري ولسوالۍ له يوه اوسېدونکي د پاسپورټ اخیستو بدل کې دوه زره امريکايي ډالره اخيستي وو.

هغه زياته کړه، د کمېشنکاري پيسې چې دوه زره امریکایي ډالر وو، د ښاري محکمې د رییس، د عامه امنيت د امر او د عيني شاهدانو په مخکې بېرته یاد کس وسپارل شول.

نوموړي زیاته کړه چې نیول شوي کمېشنکاران د نورو پلټونو په موخه عدلي او قضايي ارګانونو ته وروپېژندل شول.

login or register a new account.