غزنيښار (پژواک، ۱۰ تله ۱۴۰۲): د غزني د پاسپورټ امریت مسوولین وايي چې د دوو کلونو په جریان کې په دې اداره کې ۸۰ کمېشنکاران نیول شوي دي.
د غزني د پاسپورت امریت مرستيال ميرا جان عمري دغه څرګندونې په داسې حال کې رسنیو ته وکړې چې نن یې دوه کمېشنکاران چې د جاغوري ولسوالۍ له يوه اوسېدونکي د پاسپورټ اخیستو بدل کې دوه زره امريکايي ډالره اخيستي وو.
هغه زياته کړه، د کمېشنکاري پيسې چې دوه زره امریکایي ډالر وو، د ښاري محکمې د رییس، د عامه امنيت د امر او د عيني شاهدانو په مخکې بېرته یاد کس وسپارل شول.
نوموړي زیاته کړه چې نیول شوي کمېشنکاران د نورو پلټونو په موخه عدلي او قضايي ارګانونو ته وروپېژندل شول.
عمري په غزني کې د پاسپورټ له غوښتونکو وغوښتل چې د پاسپورټ ترلاسه کولو لپاره دې کمېشنکارانو ته نه ورځي او د کړنلارې له مخې دې خپل غوښتنلیکونه مسوولینو ته وسپاري.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










