Language

اروزګان او دایکنډي کې له څه باندې ۳۷۰۰ کورنیو سره د خوراکي توکو مرستې وشوې

کابل (پژواک، ۱۰ تله ۱۴۰۲): سیمه‌ییز مسوولین وایي، په دایکنډي ولایت کې له ۳۳۷۷ او په اروزګان کې له ۳۸۳ کورنیو سره د خوراکي توکو مرستې وشوې.

د دایکنډي د کلیو او پراختیا او بیارغونې ریاست په خبرپاڼه کې راغلي چې نن د دغه ولایت په کیتي، خدیر او سنګتخت‌ او بندر ولسوالیو کې له ۳۳۷۷ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.

سرچينې زیاته کړې چې دغه مرسته د اسو «ASOW» موسسې په مالي ملاتړ وېشل شوې ده.

خبرپاڼه کې راغلي چې په دغو مرستو کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلوګرامه اوړه، پنځه لېتره غوړي، شپږ کیلوګرامه دال، نیم کیلوګرام مالګه، درې کیلوګرام د تغذيې مواد ورکړل شوي دي.

login or register a new account.