منځپانګې ته تلل
شنبه ۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۱۹ غ.م
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

اروزګان او دایکنډي کې له څه باندې ۳۷۰۰ کورنیو سره د خوراکي توکو مرستې وشوې

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۷۳ کتنې

کابل (پژواک، ۱۰ تله ۱۴۰۲): سیمه‌ییز مسوولین وایي، په دایکنډي ولایت کې له ۳۳۷۷ او په اروزګان کې له ۳۸۳ کورنیو سره د خوراکي توکو مرستې وشوې.

د دایکنډي د کلیو او پراختیا او بیارغونې ریاست په خبرپاڼه کې راغلي چې نن د دغه ولایت په کیتي، خدیر او سنګتخت‌ او بندر ولسوالیو کې له ۳۳۷۷ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.

سرچينې زیاته کړې چې دغه مرسته د اسو «ASOW» موسسې په مالي ملاتړ وېشل شوې ده.

خبرپاڼه کې راغلي چې په دغو مرستو کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلوګرامه اوړه، پنځه لېتره غوړي، شپږ کیلوګرامه دال، نیم کیلوګرام مالګه، درې کیلوګرام د تغذيې مواد ورکړل شوي دي.

دغه راز د اروزګان د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست اداري مدیر ننګیالی حبیبي وایي چې نن یې د خوړو نړۍوال پروګرام په مالي مرسته د دغه ولایت په چارچینو ولسوالۍ کې له ۳۸۳ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.

هغه د معلوماتو له مخې، په دې مرسته کې هرې کورنۍ ته ۲۰۰ کیلوګرامه اوړه، ۲۰ لېتره غوړي، ۲۵ کیلوګرامه دال او دوه کیلوګرامه مالګه ورکړل شول.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ټولنه