قلعهنو (پژواک، ۱۰ تله ۱۴۰۲): د بادغیس د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي چې په وروستیو دوو لسیزو کې د دغه ولایت په ولسوالیو کې د پستې څه باندې ۲۰زره هکټاره ځنګلونه بیارغول شوي دي.
د بادغیس د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سرپرست رازمحمد ذاکر پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه ریاست له ۱۳۸۵ کال راهیسې د مرستندویه موسسو په مرسته په دغه ولایت کې پر ۲۲زره هکټاره ځمکه د پستې ځنګلونه جوړ کړي دي.
هغه زیاته کړه چې دغه ۲۲زره هکټاره ځنګلونه په مقر، ابکمري، قادس او بالامرغاب ولسوالیو کې دي.
نوموړي زیاته کړه چې دغه ریاست تر خپله وسه هڅه کوي څو له دغو ځنګلونو ساتنه وشي او په دې برخه کې یې له خلکو هم وغوښتل څو د هغو په ساتنه کې برخه واخلي.
په همدې حال کې، د بادغیس یو شمېر اوسېدونکي هم د دغه ولایت د یادو ولسوالیو په بېلابېلو سیمو کې د پستې د ځنګلونو له بیارغولو هرکلی کوي.
د قادس ولسوالۍ اوسېدونکى محمدانور په دغه ولايت کې د پستې ځنګلونو له بیارغولو خوښ دى او هيله لري چې ساتنه یې وشي.
هغه د پستې ځنګلونو بیا احیا برخه کې د بادغیس د کرنې او مالدارۍ ریاست د پروګرام ستاینه وکړه او ویې ویل چې د ده په ګډون د بادغیس ټول اوسېدونکي مسوولیت لري چې د دغو ځنګلونو په ساتنه کې خپله ونډه واخلي.
نوموړی دغه راز وايي، دولت او نورې مسوولې ادارې بايد د پستې ځنګلونو ساتنې ته جدي پاملرنه او د پرې کولو مخنیوی يې وکړي.
سرچينې زياته کړه، که څه هم چې له تېرو څو کلونو راهيسې د بادغيس په بېلابېلو سيمو کې ځنګلونه پرې کېدل، خو اوس اړتيا ده چې دې ستونزې ته د پاى ټکى کېښودل شي.
په همدې حال کې د دغه ولايت بل اوسېدونکي محمدجواد هم د بادغيس ولايت په بېلابېلو سيمو کې د پستې ځنګلونو د بیا احیا هرکلى وکړ او د هغو د ساتنې او وهلو د مخنيوي غوښتنه يې وکړه.
نوموړی وایي، د پستې ځنګلونو بیارغول د یاد ولایت د اوسېدونکو د اقتصادي وضعیت ښه کېدو ترڅنګ د چاپېریال او هوا ککړتیا کمېدو برخه کې هم اغېزناک رول لوبوي.
نوموړی هیله څرګندوي چې مسوول بنسټونه د ځنګلونو بیارغولو ترڅنګ د هغو ساتنې ته هم جدي پاملرنه وکړي او د ونو له وهلو او له منځه وړو دې ډډه وشي.
هغه زیاته کړه: «دا چې موسسو او دولت په بادغیس کې د پستې نیالګي کېښودل، دا یو نېک کار دی او موږ یې هرکلی کوو، له اسلامي امارته مو غوښتنه دا ده چې ساتنه یې وکړي، څو خلک ځنګلونه ونه وهي.»
سره له دې، د بادغیس ځیني مدني فعالان هم د یاد ولایت د کرنې ریاست دغه ګام ستايي او ملاتړ یې کوي.
بادغیس کې یو مدني فعال محمدرفیع مطمین د پستو ځنګلونو ډېرېدو غوښتنه کوي او وایي، د ځنګلو ډېرېدل به د هوا د ککړتیا د کمښت لامل شي.
یاد مدني فعال د باغیس له نورو اوسېدونکو هم هیله لري چې د ځنګلونو په رغولو او ساتنه کې برخه واخلي او له اسلامي امارت او نورو بنسټونو سره مرسته وکړي.
هغه وایي: «که موږ خپل تېر تاریخ ته وګورو، د بادغیس د پستې ځنګلونه د اوس په پرتله ډېر پراخ وو خو له بده مرغه وهل شوي، دغه راز د ارچې ونې هم له بده مرغه وهل شوې، ډېرې ونې له منځه تللې او پام ورته نه دی شوی، که دې برخې ته پاملرنه وشي، موږ به ډېر خوشحاله شو.»
د یادونې ده، که څه هم پخوا د بادغیس د پستو ځنګلونه ۹۰ زره هکتاره ښودل شوي وو خو د بادغیس کرنې ریاست دغه اندازه رد کړې او دغه کچه یې تر اوسه نه ده وړاندې کړې.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن