ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په وروستیو دوو لسیزو کې د بادغیس د پستې څه باندې ۲۰زره هکټاره ځنګلونه بیارغول شوي

په وروستیو دوو لسیزو کې د بادغیس د پستې څه باندې ۲۰زره هکټاره ځنګلونه بیارغول شوي

author avatar
2 Oct 2023 - 17:54
په وروستیو دوو لسیزو کې د بادغیس د پستې څه باندې ۲۰زره هکټاره ځنګلونه بیارغول شوي
آرشیف
author avatar
2 Oct 2023 - 17:54

قلعه‌نو (پژواک، ۱۰ تله ۱۴۰۲): د بادغیس د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي چې په وروستیو دوو لسیزو کې د دغه ولایت په ولسوالیو کې د پستې څه باندې ۲۰زره هکټاره ځنګلونه بیارغول شوي دي.

د بادغیس د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سرپرست رازمحمد ذاکر پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه ریاست له ۱۳۸۵ کال راهیسې د مرستندویه موسسو په مرسته په دغه ولایت کې پر ۲۲زره هکټاره ځمکه د پستې ځنګلونه جوړ کړي دي.

هغه زیاته کړه چې دغه ۲۲زره هکټاره ځنګلونه په مقر، اب‌کمري، قادس او بالامرغاب ولسوالیو کې دي.

نوموړي زیاته کړه چې دغه ریاست تر خپله وسه هڅه کوي څو له دغو ځنګلونو ساتنه وشي او په دې برخه کې یې له خلکو هم وغوښتل څو د هغو په ساتنه کې برخه واخلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.