Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

شیعه دیني عالمان: د هغو کسانو مخه دې ونیول شي چې مذهبي اختلافاتو ته لمن وهي

کندهار (پژواک، ۱۰ تله ۱۴۰۲) یو شمېر شیعه دیني عالمانو کندهار ولایت کې په یوه غونډه کې وویل، د هغو کسانو مخه باید ونیول شي چې د شیعه او سني تر منځ مذهبي اختلافاتو ته لمن وهي.

نن په کندهار ولایت کې د لسګونو علماوو په ګډون د اسلامي ورورلۍ د اونۍ لمانځغونډه جوړه شوې وه.

په دغه غونډه کې د بي‌بي فاطمې جامع جومات خطیب او د شیعه دیني علماوو د شورا مشر مولوي سردارمحمد زاهدي وویل، د بې اتفاقۍ او اختلافاتو مخه باید ونیول شي او هغو کسانو ته باید اجازه ورنه کړل شي چې د ټولنیزو رسنیو یا نورو لارو څخه مذهبي اختلافاتو ته لمن وهي.

هغه زیاته کړه، که شیعه عالم وي او یا سني چې هر ځای او له هرې لارې مذهبي اختلافات جوړوي باید وپېژندل شي او مخه یې ونیول شي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.