منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۳۱ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

شیعه دیني عالمان: د هغو کسانو مخه دې ونیول شي چې مذهبي اختلافاتو ته لمن وهي

· ۲ دقیقې لوستل · ۲۰۴ کتنې

کندهار (پژواک، ۱۰ تله ۱۴۰۲) یو شمېر شیعه دیني عالمانو کندهار ولایت کې په یوه غونډه کې وویل، د هغو کسانو مخه باید ونیول شي چې د شیعه او سني تر منځ مذهبي اختلافاتو ته لمن وهي.

نن په کندهار ولایت کې د لسګونو علماوو په ګډون د اسلامي ورورلۍ د اونۍ لمانځغونډه جوړه شوې وه.

په دغه غونډه کې د بي‌بي فاطمې جامع جومات خطیب او د شیعه دیني علماوو د شورا مشر مولوي سردارمحمد زاهدي وویل، د بې اتفاقۍ او اختلافاتو مخه باید ونیول شي او هغو کسانو ته باید اجازه ورنه کړل شي چې د ټولنیزو رسنیو یا نورو لارو څخه مذهبي اختلافاتو ته لمن وهي.

هغه زیاته کړه، که شیعه عالم وي او یا سني چې هر ځای او له هرې لارې مذهبي اختلافات جوړوي باید وپېژندل شي او مخه یې ونیول شي.

ده وویل: «زه یو وړاندیز لرم، هر هغه کس یا دیني عالم که شیعه وي یا سني باید وپېژندل شي، کوم چې مذهبي اختلافات راپورته کوي، هر هغه شیعه ملا چې اختلافاتو ته لمن وهي که اسلامي امارت هر حکم ورباندي کوي زموږ قبول دی.»

د زاهدي په خبره،  په اوس وخت کې د یووالي او اتحاد لپاره ډېره موقع ده او تر ټولو مهمه دا ده چې په هېواد کې د فقر ریښه وویستل شي او دغه راز د جهالت او ناپوهۍ مخه ونیول شي.

په دغه غونډه کې یو بل دیني عالم مولوي عصمت الله مسعودي هم وویل چې مسلمانان باید هغه څه عملي کړي چي قران او احادیثو ورته امر کړی دی.

د هغه په وینا، دا چې له کلونو راهیسې د مسلمانانو په منځ کې بېلابېلې ستونزې شته تر ټولو لوی لامل یې خپلمنځي اختلافات دي.

ده وویل: «هر هغه کس چې رېښتینی عالم وي مسلمانان یووالي ته رابولي او هېڅ کله اختلافات نه راپورته کوي، ځکه چې دا د محمد (ص) امر او غوښتنه ده چې باید مسلمانان ټول په یووالي او اتفاق سره ژوند وکړي.»

یوه بل دیني عالم مولوي فیض‌الحق هم د یووالي او اتحاد په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې افغانان اکثره وخت په خپلمنځي اختلافاتو او دښمنیو اخته وي ځکه له پرمختګ څخه پاتې دي.

په دغه غونډه کې دغه راز په هېواد  کې د فقر او بې روزګارۍ په اړه هم ځیني څرګندونې وشوې او له خلکو وغوښتل شول چې د فقر او بې روزګارۍ د له منځه وړلو لپاره هم یو موټی شي ځکه همدا فقر دی چې کله کله مسلمانان ناوړه کړنو ته مجبوروي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور