Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کونړ کې یو شمېر دولتي او نور کارکوونکي وايي، بانکونه یې معاشونه نه ورکوي

اسعداباد (پژواک، ۱۰ تله ۱۴۰۲): کونړ کې د یو شمېر دولتي او شخصي ادارو کارکوونکي وايي، له څو ورځو راهیسې بانکونو ته د معاش اخیستو په موخه ورځي خو پیسې نه ورکول کېږي.

خو په دغه ولایت کې د افغانستان بانک مسوولین د خلکو یاده ستونزه مني او وايي، له شاوخوا دوو اونیو راهیسې یې د نغدو پیسو نشتوالي له امله خصوصي بانکونو ته پيسې نه دي ورکړې خو په دې اړه یې مرکزي حکومت په جریان کې کړی دی.

د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست یو کارکوونکی فضل واحد وایي: «زما دا دویمه ورځ ده چې د معاش اخیستو لپاره نوي کابل بانک ته راځم خو  د بانک مسوولین راته وایي چې پیسې نشته.»

هغه دغه راز زیاته کړه، د ګټې وټې بله چاره نه لري؛ خپله کورنۍ یوازې په میاشتنۍ تنخوا ساتي، نو که پر وخت يې ترلاسه نه کړي له ستونزو سره مخ کېږي.

د کونړ ولایت مقام یو بل کارکوونکی هجرت محسن هم وايي، له څو ورځو راهیسې بانک ته د معاش اخیستلو لپاره ورځي خو کور ته بېرته تش لاس ستنېږي.

د هغه په خبره، حکومت دې په کونړ کې د افغانستان بانک څانګې ته پیسې واستوي څو خلکو ته پر وخت خپل معاشونه ورکړل شي.

بلخوا په دغه ولایت کې د بانکونو مسوولین هم د خلکو شکایتونه مني خو وايي، دوی فزیکي پيسې نه لري او دا ستونزه يې له مرکزي حکومت سره شریکه کړې چې ژر به حل شي.

په دغه ولایت کې د افغانستان بانک مسوول مولوي حضرت علي منصور پژواک ته وویل: «نږدې دوه اونۍ کېږي چې نغدې پیسې نشته، دا یوه لویه ستونزه ده؛ ځکه موږ نه شو کولی نوي کابل بانک او نورو بانکونو ته پیسې ورکړو څو هغوی یې خپلو مشتریانو ته ورکړي.»

نوموړی وایي، له مرکزي حکومته یې د فزیکي پیسو غوښتنه کړې چې په وینا یې، په نږدې راتلونکي کې به دغه ستونزه حل شي.

په کونړ کې د نوي کابل بانک ولایتي استازی هم مني چې د فزیکي پیسو نتشوالي له امله نه شي کولی خپلو مشتریانو او دولتي کارکوونکو ته پر وخت معاشونه ورکړي.

د یاد بانک مسوول محمدیونس ماموند وویل: «زموږ پیسې د افغانستان بانک کې خوندي وي، له هغوی د ضرورت په وخت کې پيسې را اخلو او خپلو مشتریانو ته یې ورکوو، دا دوه اونۍ کېږي افغانستان بانک کې پیسې نشته، نو موږ به خپلو مشریانو ته پیسې له کومه کړو چې وریې کړو.»

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.