Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

امیرخان متقي چین ته ولاړ

امیرخان متقي چین ته ولاړ

author avatar
3 Oct 2023 - 14:10
امیرخان متقي چین ته ولاړ
author avatar
3 Oct 2023 - 14:10

کابل (پژواک، ۱۱ تله ۱۴۰۲): د بهرنیو چارو وزارت وایي، د دغه وزارت سرپرست امیرخان متقی د یوه پلاوي په مشرۍ چین ته ولاړ.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیااحمد تکل نن (سه‌شنبې) پر اېکس‌پاڼه د یوه پیغام خپرولو سره لیکلي، امیرخان متقی د چین دولت په رسمي بلنه د «ترانس هیمالیا فورم» په درېیمه ناسته کې د ګډون په موخه - چې شی‌ژانګ ایالت کې ترسره کېږي - دغه هېواد ته ولاړ.

سرچینې زیاته کړې، په یاد پلاوي کې عبداللطیف نظري، د اقصاد وزارت مسلکي معین او یو شمېر نور مسوولین ګډون لري.

تکل ویلي، په یاده ناسته کې به د اقتصادي مرستو، سیمه‌ییز اتصال او ایکولوژیکي بدلونونو په اړه خبرې اترې وشي.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند زیاته کړې، په دغه سفر کې به متقي د چین بهرنیو چارو له وزیر او د نورو هېوادونو له استازو سره دوه اړخیزې ناستې ولري.

دا په داسې حال کې ده چې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په وروستي سفر کې د مسکو فارمټ ناسته کې د ګډون په موخه روسیې ته تللی و.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.