[restrict paid=”true”]
شبرغان، ترینکوټ ( پژواک، ١١ تله ١٤٠٢): ځایي مسوولین وایي چې اروزګان او جوزجان ولایتونو کې په ترافیکي پېښو کې څلور کسان مړه شوي دي.
د اروزګان د امنیې قوماندانۍ ویاند بلال اروزګاني وایي، پېښه نن ماښام اووه بجې د ښار اړوند په کندهار اډې سیمه کې شوې ده.
هغه زیاته کړه، په یاده سیمه کې د موټر او موټرسایکل ترمنځ د ټکر له امله دوه کسان د موټرسایکل سپرلۍ مړه شوي او د موټر دوه سپرلۍ ټپیان دي.
هغه وایي، د پیښې ټول قربانیان ځوانان دي او ټپیان ولایتي روغتون ته انتقال شوي.
د یو بل خبر له مخې، د جوزجان ولایت په فیضاباد ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله دوه تنه مړه شوي او یو کس ټپي دی.
د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند قاري عبدالستار حلیمي وایي، د مزار – شبرغان پر لویه لاره د سراچه موټر او ټېلر ترمنځ د ټکر له امله دوه کسان مړه شوي او یو تن ټپي شوی چې د سراچې سپرلي وو.
[/restrict]
Views: 21
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن