ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پروان په مرکز کې د یوه کس مړی موندل شوی

د پروان په مرکز کې د یوه کس مړی موندل شوی

author avatar
4 Oct 2023 - 15:34
د پروان په مرکز کې د یوه کس مړی موندل شوی
author avatar
4 Oct 2023 - 15:34

چاریکار (پژواک، ۱۲ تله ۱۴۰۲): د پروان امنیه قومانداني وایي، یو سړی چې درې ورځې مخکې له دغه ولایته لادرکه شوی و، مړی یې نن په چاریکار ښار کې موندل شوی دی.

د پروان د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول عبدالرحیم مسکین‌یار پژواک خبری اژانس ته وویل، د یاد کس مړی د چاریکار دویمې امنیتي حوزې اړوند «کجکي ایشان» ساحې په یوې کرونده کې د امنیتي ځواکونو له خوا موندل شوی دی.

د هغه په خبره، یاد کس سردار اغا نومېده او د یاد ولایت د مرکز د «توغبردی» کلي اوسېدونکی و چې درې ورځې مخکې له همدې سیمې ورک شوی و.

هغه وویل، د یاد سړي جسد د پروان ملکي روغتون ته لېږدول شوی او د دې قضیې په تړاو درې کسان نیول شوي دي.

د هغه په خبره، نیول شوو کسانو پر خپل جرم اعتراف کړی دی.

Views: 9

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.