مزارشریف (پژواک، ۱۲ تله ۱۴۰۲): په شمال زون کې د افغانستان بانک مسوولین وایي چې سر له سبا په ټولو شمالي ولایتونو کې د افغانیو یوګون، دوهګون او پنځهګون کاغذي بانکنوټونه د چلښت وړ دي.
په شمال زون کې د افغانستان بانک د زون آمر ضياالرحمن مدني وایي، دغه بانک په پام کې لري چې له نن وروسته د یوې، دوه، او پنځه افغانیو کاغذي بانکنوټونه بازار ته وړاندې کړي او د چلېدو وړ دي.
مدني ټينګار وکړ چې له نن وروسته ښاریان کولای شي چې له یادو کاغذي بانکڼوتونو کار واخلي او په نورمال ډول پرې راکړه ورکړه وکړي.
مدني ادعا وکړه چې تېر حکومت د خپلو شخصي ګټو لپاره دغه پیسې له چلښته غورځولې وې خو اوس د افغانستان بانګ د مسوولینو په زیار او کوښښ بېرته د چلېدو وړ وګرځېدې.
دغه راز نوموړي د خپلو خبرو په دوام کې وویل چې دا مهال د یاد بانک په خزانه کې د یو میلیون افغانیو په شاخوا کې دغه پیسې شتون لري چې د راتلونکې شنبې په ورځ به پر بانکونو او بازارونو کې په رسمې ډول ووېشل شي.
په همدې حال کې د بلخ ولایت اوسېدونکي د افغانستان بانک د دې پریکړې هرکلی کوي.
د بلخ د مرکز مزارشریف ښار اوسېدونکی اللهګل وایي چې د حکومت له دې پرېکړې خوښ دی.
هغه وايي چې په دغه شان پرېکړو سره د پیسو ارزښت لوړیږي او خلک ورته د قدر په سترګه ګوري.
دغه راز د مزارشریف ښار یو بل اوسېدونکی نعمتالله هم ورته څرګندونې کوي او له هېوادوالو غواړي چې د کاغذي بانکنوټونو په ساتنه کې دې له احتیاطه کار واخلي.
دا په داسې حال کې ده چې له شاوخوا یو لسیزې راهیسې د بلخ په ګډون په یو شمېر نورو شمالي ولایتونو کې د دغو بانکنوټونو پر ځای فلزي سکې کارول کېدې او کاغذي بانکنوټونو د چلښت وړ نه وو.
Views: 1071
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن