ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د جاپان«پي‌اېم‌اس» موسسه ننګرهار کې د نږدې ۱۷۵ زره امریکایي ډالرو په لګښت یو کانال رغوي

د جاپان«پي‌اېم‌اس» موسسه ننګرهار کې د نږدې ۱۷۵ زره امریکایي ډالرو په لګښت یو کانال رغوي

author avatar
4 Oct 2023 - 18:17
د جاپان«پي‌اېم‌اس» موسسه ننګرهار کې د نږدې ۱۷۵ زره امریکایي ډالرو په لګښت یو کانال رغوي
author avatar
4 Oct 2023 - 18:17

جلال‌اباد (پژواک، ۱۲ تلې ۱۴۰۲): د جاپان «پي‌اېم‌اس» موسسه د نږدې ۱۷۵ زره امریکایي ډالرو په لګښت د ننګرهار ولایت په کوز کونړ ولسوالۍ کې د کونړ سیند اوبو له امله د تخریب شوو ساحو او یو کانال د بیارغونې چارې پیلوي.

د ننګرهار ولایت مقام په خبرپاڼه کې راغلي چې د یادې پروژې تړون نن د جاپان د سولې او روغتيا «پي‌اېم‌اس» موسسې مسوول اووا او د دغه ولایت والي حاجي ملامحمد نعیم اخند ترمنځ لاسلیک شو.

خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د دغې پروژې ټول لګښت ۱۷۴ زره او ۹۲۴ امریکایي ډالره دی چې چارې به د پنځو میاشتو په موده کې بشپړې شي.

خبرپاڼه کې راغلي چې د دغې پروژې کار به په روانه میلادي میاشت کې پيل شي.

د دغه تړون پر مهال د یادې جاپانۍ موسسې مسوول اووا ویلي چې د دې موسسې پخواني مشر ډاکټر ناکامورا له افغانستان او افغانانو سره ډېره مینه درلوده او د دوی ټول ټيم په دې هېواد کې د ځانګړې مېنې له مخې کار، مرسته او همکاري کوي.

د ننګرهار والي حاجي ملا محمدنعيم اخند د یادې ادارې کارکوونکو ته د لا ښې همغږۍ او همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

د پي‌اېم‌اېس خیریه بنسټ مشر ډاکټر تتسو ناکامورا ، د ۱۳۹۸ لمریز کال د لېندۍ میاشتي په ۱۲مه، د جلال‌اباد ښار په لومړۍ ناحیه کې په یوه وسله‌وال برید کې له خپلو پنځو افغان همکارانو سره ووژل شو.

ناکامورا شاوخوا ۲۵ کاله د افغانانو په خدمت کې تېر کړل؛ هغه په لومړیو کې پېښور کې د افغان کډوالو درملنه کوله خو بیا افغانستان ته راغی او دلته یې خدمات پیل کړل.

ناکامورا د ننګرهار په ښېوې، دره‌نور، کامې او بهسودو ولسوالیو کې د خلکو کرنیزو ځمکو خړبولو لپاره ډېرې چارې ترسره کړې دي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.