Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ننګرهار دوو ګمرکونو کې د ۱۱نيم ميليونه افغانيو په لګښت د بيارغونې چارې پيل شوې

جلال‌اباد (پژواک، ۱۲ تله ۱۴۰۲): ننګرهار کې چارواکي وايي، د دغه ولايت په مرکز کې د نوي جوړېدونکي او تورخم ګمرکونو ځينو برخو کې د ۱۱ اعشاريه پنځه ميليونه افغانيو په لګښت د بيارغونې چارې پيل شوې.

د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د اطلاعاتو امر صديق‌الله قريشي بدلون د تلې په ۱۲مه پژواک خبري اژانس ته وويل، د تورخم او د ننګرهار حصار شاهي په ګمرکونو کې د یوولس اعشاریه پنځه میلیونه افغانیو په لګښت د ځینو ودانیزو چارو پروژې پرانیستل شوې.

هغه وايي، دغو پروژو کي د تورخم ګمرک د هنګرونو بیارغونه، د حصار شاهي ګمرک د موټرو د تم‌ځای لپاره د شل جریبه ځمکي هوارول، د اوبو لویې زېرمې جوړول او د لس باب تشنابونو او د اوداسه ځايونو رغول شامل دي.

هغه هيله څرګنده کړه چې د دغو چارو په بشپړېدو سره به سوداګرو او موټرچلوونکو ته اسانتیاوې رامنځته شي.

د قريشي د معلوماتو له مخې، د یادو پروژو لګښت د مالیې وزارت له پراختیایي بودجې ورکول کېږي چي چاري به يې د روان مالي کال تر پایه بشپړې شي.

مسوولين وايي، د ننګرهار نوي ګمرک - چې د روداتو ولسوالۍ په حصارشاهي سيمه کې جوړېږي - په جوړېدو سره به جلال‌اباد ښار کې د ګڼې‌ګوڼې د کمښت ترڅنګ سوداګرو او موټرچلوونکو ته ډېرې اسانتياوې برابرې شي.

اوسمهال د ننګرهار مرکزي ګمرک د جلال‌اباد ښار ختيځ لوري ته د هوايي ډګر ترڅنګ د ښار په يوه څنډه کې پروت دی چې ډېره ګڼه‌ګوڼه يې رامنځته کړې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.