ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د ۱۴۵ زره ډالرو په لګښت د نجونو يوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوه

ننګرهار کې د ۱۴۵ زره ډالرو په لګښت د نجونو يوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوه

author avatar
5 Oct 2023 - 11:16
ننګرهار کې د ۱۴۵ زره ډالرو په لګښت د نجونو يوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوه
author avatar
5 Oct 2023 - 11:16

جلال‌اباد (پژواک، ۱۳ تله ۱۴۰۲): د ننګرهار د پوهنې رياست مسوولين وايي، د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړۍوال سازمان د ۱۴۵ زره ډالرو په مالي ملاتړ بهسودو ولسوالۍ کې د نجونو د يوه ښوونځي ودانۍ جوړه شوه.

مسوولين وايي، د ملکې حميرا لېسه چې پخوا يې هم ځينې ودانۍ درلودې خو بسنه يې نه کوله، د اړتيا له مخې ورته يوه بله ودانۍ هم جوړه شوه.

د ننګرهار د پوهنې رياست وياند فرهاداحمد ستانکزي د تلې په ۱۳مه پژواک خبري اژانس ته وويل، د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړۍوال سازمان يا IOM په ۱۴۵ زره امريکايي ډالرو لګښت د ملکه حميرا نجونو لېسې ته یوه بله نوې ودانۍ هم جوړه شوه.

هغه وايي، دغه ودانۍ ۸ درسي او څلور اداري خونې لري چې سلګونه زده کوونکو ته په کې په دوو وختونو کې د زده‌کړو زمينه برابره شوه.

هغه زياته کړه، د دې ودانۍ د جوړېدو چارې په اتو مياشتو کې بشپړې شوې او پرون د پوهنې رياست او د IOM د مسوولينو له خوا پرانېستل شوه.

ننګرهار کې له ۹۰۰ ډېر ښوونځي موجود دي چې د مسوولينو په وينا نږدې نيمايي يې ودانۍ، او چاردېوالي نه لري او يا هم کمې ودانۍ لري چې زده‌کوونکي يې تر شنه اسمان لاندې په زده‌کړو بوخت دي.

هغوی وايي، هڅه يې پيل کړې چې د وزارت د بودجې ترڅنګ مرستندويه ادارې هم وهڅوي، څو د دغو ښوونځيو د ودانيو جوړېدو برخه کې ورسره مرسته وکړي.

Views: 131

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.