Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د پاکستان بشری حقونو کمېسیون: د افغان کډوالو د اېستلو پرېکړه له نړۍوالو قوانینو سره په ټکر کې ده
آرشیف

کابل (پژواک، ۱۳ تله ۱۴۰۲): د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د نیولو او اېستلو په غبرګون کې ویلي چې دغه پرېکړه د بشري حقونو له نړۍوال قوانینو سره په ټکر کې ده.

د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون تېره ورځ ناوخته پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، هغوی اخلاقي حق لري چې دغه هېواد ته پناه وروړي او له هغوی سره باعزته چلند وشي.

د دغه کمېسیون په خبره، دا پرېکړه د بشري حقونو له نړۍوالو قوانینو سره په ټکر کی ده، باید ژر لغوه شي.

دغه کمېسیون زیاته کړې: «په ۳۰ ورځو کې له یوه میلیون ډېرو کډوالو اېستلو پرېکړه د دې له امله چې دوی له ورانکارو او جنایتکارو ډلو سره اړیکي لري، نه یوازې چې نه مهربانۍ او شفقت څرګندوي بلکې د ملي امنیت په اړه محدود نظر منعکسوي.»

دغه بنسټ ویلي چې ډېری دغه کسان زیانمنونکي او له اسنادو پرته افغانان جوړوي چې پاکستان هغوی لپاره د څو نسلونو کور دی.

دغه ټويټ کې راغلي: «دا د منلو وړ نه ده چې هغوی د ځينو کسانو د اشتباهاتو په خاطر تر پوښتونو ګروېږنو لاندې ونیسو.»

دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد هم د پاکستان د دغه اقدام په اړه غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې افغان کډوال د دغه هېواد په امنیتي مشکلاتو کې لاس نه لري او هلته له افغان کډوالو سره چلند د منلو وړ نه دی.

له دې مخکې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر سرفراز بوګټي په یوه ناسته کې ویلي وو، که غیر قانوني افغان کډوال د نومبر میاشتې تر لومړۍ خپل هېواد ته لاړ نه شي په زور به وویستل شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.