کابل (پژواک، ۱۳ تله ۱۴۰۲): د افغانستان ملي دفاع سرپرست وزیر د افغان کډوالو په اړه د پاکستان وروستۍ پرېکړه ظالمانه او ناعادلانه وبلله او د پاکستان له خلکو يې وغوښتل چې خپل حکومت له دې پرېکړې راوګرځوي.
د پاکستان لنډ مهاله حکومت پرون په دغه هېواد کې له اسنادو پرته مېشتو افغانانو ته مهلت ورکړ چې په یوه میاشت کې له پاکستانه ووځي او که دغه کار يې ونه کړ، نو په زور به وویستل شي.
د افغانستان ملي دفاع سرپرست وزیر مولوي محمدیعقوب مجاهد نن د پوليسو اکاډمۍ د محصلينو د څوارلسمې دورې په فراغتغونډه کې د پاکستان دا پرېکړه ناعادلانه وبلله.
هغه وویل: «دا پرېکړه غیرعادلانه او بېانصافه پرېکړه ده، د پاکستان له شریف ولس، علماوو او هغو درنو سیاسیونو هیله کوو چې خپل دغه چارواکي چې په داسې شکل د افغانانو سره وحشت او بربریت کوي له دې کاره را راوګرځوي.»
هغه زیاتوي چې دا ډول پرېکړې د دواړو هېوادونو اړیکې ترینګلي کوي.
دی وایي: «له ټولو نړۍوالو بنسټونو او هغو هېوادونو چې د بشر حقونو مدافعین ځانونه بولي هېله کوم چې د پاکستان لاس ونیسي له داسې عمل څخه، دا عمل د افغانانو سره ظلم دی، وحشت دی، بربریت دی چې په هیڅ ډول نه شي توجیه کېدای او موږ یې په جدي ډول د مخنیوي غوښتنه کوو.»
مجاهد له ټولو شتمنو افغانانو څخه چې په پاکستان کې مېشت دي وغوښتل چې خپلې شتمنۍ افغانستان را ولیږدوي او هغه اقتصاد چې د دوی پر مټ جوړ دی هغه رنګ کړي او د خپل ولس لپاره خدمت وکړي.
په دغه غونډه کې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي وویل، دا پرېکړه یو اړخېزه او د افغانانو لپاره د منلو نه ده.
هغه وویل چې پاکستان دې له افغان کډوالو سره د نړیوالو قوانیو له مخې چلند وکړي.
هغه له پاکستاني چارواکو وغوښتل چې په نړۍوالو غونډو کې «د ژبې عفت» مراعت کړي او پر افغانستان دې بېځایه تورونه نه لګوي.
هغه وایي: «موږ خپلې امنیتي او اقتصادي ستونزې حل کړي او دې برخه کې تجربه لرو؛ که پاکستان غواړي موږ د دوی د ستونزو حل برخو کې سلا مشورې ورکولی شو.»
هغه زیاته کړه، سرپرست حکومت نه غواړي چې له پاکستان سره سیاسي او سوداګریزې اړیکې خرابې کړي.
هغه زیاتوي، پاکستان دې خپلې ستونزې په خپله حل کړي او د اسلامي امارت صبر او حوصله دې نه ازمایي.
نوموړي پر سیاسي مخالفینو غږ وکړ چې بېرته خپل هېواد ته راستانه شي.
هغه له امریکا او اروپایي ټولنې هم وغوښتل چې له اسلامي امارت سره دې تفاهم وکړي او له «اخطارونو» دې لاس واخلي.
د ملګرو ملتونو د بښنې نړۍوال سازمان او ځينو نورو بنسټونو هم له پاکستانه د بې اسنادو افغان کډوالو د اېستلو په په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې پاکستان دې افغان کډوال په زور له خپل هېواده نه باسي او ژوند کولو ته دې یې پریږدي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد هم تېره ورځ ویلي وو: «په پاکستان کې له افغان مهاجرینو سره چلند د منلو نه دی، باید پاکستاني لوری په دې اړه پر خپل پلان له سره غور وکړي، افغان مهاجرین د پاکستان په امنیتي ستونزو کې لاس نه لري، څو پورې چې افغان مهاجرین په خپله خوښه او آرام سره له پاکستانه را وځي، تر هغو باید دغه هېواد زغم وکړي.»
په اسلاماباد کې د افغانستان سفارت هم دوه ورځې مخکې ویلي وو چې د پاکستان پولیسو په تېرو دوو اونیو کې زر افغانان چې نیمایي یې قانوني اسناد هم لري، نیولي چې وروسته له دې ډلې د څلورو افغانانو مړي په روغتونو او یا نورو ځایونو کې موندل شوي دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن