Language

میدان‌وردګو کې درې کسان د انسان تښتونې په تور نیول شوي

 میدان‌ښار( پژواک، ۱۳، تله ۱۴۰۲) د میدان‌وردګو سیمه‌ییز مسوولین وایي چې د دغه ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې درې انسان‌تښتوونکي هغه مهال نیول شوي چې غوښتل یې د څارویو یو سوداګر وتښتوي.

د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ  لخوا پژواک خبري آژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نیول شوي کسان حبیب‌الله، عبدالعلي او کاظم نومېږي.

سرچینې ویلي، چې له یادو کسانو څخه دوه میله تومانچې هم ترلاسه شوې دي.

login or register a new account.