میدانښار( پژواک، ۱۳، تله ۱۴۰۲) د میدانوردګو سیمهییز مسوولین وایي چې د دغه ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې درې انسانتښتوونکي هغه مهال نیول شوي چې غوښتل یې د څارویو یو سوداګر وتښتوي.
د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ لخوا پژواک خبري آژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نیول شوي کسان حبیبالله، عبدالعلي او کاظم نومېږي.
سرچینې ویلي، چې له یادو کسانو څخه دوه میله تومانچې هم ترلاسه شوې دي.
خبرپاڼه وایي چې اختطاف کوونکو په خپل جرم اعتراف کړی او د لومړنیو څیړنو وروسته د دغه ولایت له جنایي جرمونو سره د مبارزی مدیریت ته سپارل شوي دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










