غزني ښار ( پژواک، ۱۴ تله ۱۴۰۲) : د غزني سیمهییز مسوولین وايي چې د دغه ولایت په مرکز درېیم پلان سیمه کې د خلکو په شخصي لګښت یو جامع جومات جوړ او پرانیستل شو.
د خالد بن ولید په نوم یاد جامع جومات چې د بنسټ ډبره یې دوه نیم کاله وړاندې ایښودل شوې وه، نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کي د لمونځ کوونکو پر مخ پرانېستل شو.
دغزني مرستیال والي رحیمالله محمود د دغه جومات د پرانیستې په مراسمو کې وویل، دغه جومات د دوه نیم سوه زره امريکايي ډالرو په لګښت د دوه نیمو کلونو په موده کې جوړ شو.
ده زیاته کړه چې د یاد جومات لګښت د خلکو له خوا ورکړل شوی دی.
د نوموړي په وینا، دغه جومات په يو وخت کې درې نیم زره لمونځ کوونکو د ځایولو ظرفيت لري.
د سیمې یوه قومي مشر ډاکټر خیرالدین نثار پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه ستر جامع جومات په نهه سوه متره مربع ځمکه کې په دوو منزلونو کې په پاخه او اساسي ډول جوړ شوی.
د ده په وینا، په دې جومات کي د لمونځ کوونکو لپاره ټولي اسانتیاوي په پام کې نیول شوې.
نوموړي وویل، پر یاد جومات۲۵۰ زره امریکایي ډالر لګښت راغلی چې د سیمې د اوسېدونکو او سوداګرو له لوري ورکړل شوی.
دی وايي چې د یاد جومات ځینې کارونه لکه د جومات د احاطې دېوال او په منځ کې یي پارک جوړول، لا هم پاتې دي.
د یادونې ده چې څه موده مخکې هم د غزني ولایت قره باغ ولسوالۍ کروسای سیمه کې د ترکیې هېواد یوې خیریه مؤسسې د « IDDEF » لخوا هم یو ستر جومات جوړ او پرانیستل شو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP