اټلانټا (پژواک، ۱۴ تله ۱۴۰۲): اسلاماباد کې د افغانستان سفارت وایي، په پاکستان کې د افغان کډوالو پر ستونزو سربېره، په دې وروستیو کې دغه هېواد د اپټا تړون خلاف د افغان ترانزيټ او دوه اړخیزې سوداګرۍ په برخو کې هم خنډونه رامنځته کوي.
د افغانستان سفارت د تلې په ۱۴مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، تر دې مخکې د تورخم د دورازې تړل کېدو او په صفري نقطو کې په بېلابېلو پلمو سره د افغاني توکو ځنډولو له امله د افغان سوداګرو ډېری توکي له منځه ولاړل او سوداګرو ته درانه زیانونه واوښتل.
سرچینې زیاته کړې، دغهراز پاکستاني لوري په دې وروستیو کې د افغانستان ټرانزیټ برخه کې هم بېلابېلې ستونزې جوړې کړې چې تازه یې د تور چای، ټایرونو، د ارایش توکي، نساجي، د کورني استمعال توکي او داسی نورو پر ټرانزیټ یې بېموجبه بندیز لګولی چې د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او ټرانزیټ له اپټا تړون سره په ټکر کې دی.
افغان سفارت ویلی، دغهراز پر ېو شمېر ټرانزیټي توکو د پروسس فیس په نامه د ۱۰ سلنه مالیاتو له وضع کولو ترڅنګ، د پاکستان حکومت له افغان سوداګرو پر ټرانزیټي محمولو د ۱۰۰ سلنه بانکي تضمین غوښتنه کړې چې د سوداګرو له توانه وتلې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي، اسلاماباد کې افغان سفارت په ځلونو هڅه کړې څو له دوی سره د خبرو له لارې دغه ستونزي حل کړي، خو د پاکستاني لوري له ژمنو سره سره بیا هم ستونزي زیاتي شوې چې دا کار د هیچا په ګټه نه دی.
دا په داسې حال کې ده چې په کابل کې له ارګ څخه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان د سوداګرۍ خونې او سوداګرو ګډ پلاوي له رییس الوزراء ملا محمدحسن سره لیدلي او خپلې ستونزې یې ورسره شریکې کړې دي.
سرچینې زیاته کړې چې دوی له امارت څخه د دغو ستونزو د هوارولو غوښتنه کړې ده.
بلخوا د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ ګډې خونې مشر خان جان الکوزي ازادي راډیو ته ويلي چې د ۲۰۱۰ز کال د تړون له مخې افغان سوداګر له نورو هېوادونو څخه اخیستي مالونه د پاکستان د بندرونو له لارې خپل هېواد ته لېږدولی شي.
د ده په خبره، د پاکستان له خوا نوي بدلونونه د منلو نه دي ځکه چې دواړو غاړو ته یې سخت تاوان رسېږي.
اسلاماباد د اکتوبر پر درېیمه، له افغانستان سره د ټرانزېټ او سوداګرۍ په شوي تړون (اپټا) کې بدلون رواست او د افغان سوداګرو له خوا یې پر واردوونکو توکو د ۱۰ سلنه تعرفې یا فیس تر څنګ د ځينو توکو پر لېږد هم بندیز ولګاوه.
د پاکستان ګمرک ادارې ویلي چې تر دې وروسته به په کراچۍ کې افغانستان ته تلونکي موټر د کاغذونو تاييدولو او نورو چارو لپاره د مالونو پر سر ۱۰ سلنه فیس ورکوي.
Views: 127
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن