کابل (پژواک، ۱۵ تله ۱۴۰۲): د کډوالۍ عالي کمېشنري او د کډوالۍ نړۍوال سازمان په ګډه اعلامیه کې له پاکستانه غوښتي چې افغان کډوال دې په زور نه وباسي؛ ځکه چې په زور ایستل یې له بشري حقونو سرغړونه ده.
د پاکستان لنډمهال حکومت درې ورځې مخکې په دغه هېواد کې له اسنادو پرته مېشتو افغانانو ته وخت ورکړ چې په یوه میاشت کې له دغه هېواده ووځي او که دغه کار يې ونه کړ، په زور به وایستل شي.
په اسلاماباد کې د افغانستان سفارت تېره اونۍ ویلي وو چې د پاکستان پولیسو په تېرو دوو اونیو کې زر افغانان – چې نیمایي یې قانوني اسناد هم لري – نیولي چې وروسته له دې ډلې د څلورو افغانانو مړي په روغتونو او یا نورو ځایونو کې وموندل شول.
د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمېشنري او د کډوالۍ نړۍوال سازمان په یوه ګډه اعلامیه کې له پاکستانه غوښتي چې افغان کډوال دې له دغه هېواده ایستلو ته نه اړ باسي او د بېرته ستنېدو بهیر یې باید په خپله خوښه او په عزت وي.
سرچينې لیکلي چې د پاکستان حکومت د خپلو وګړو خوندیتوب په موخه په کور دننه د پالیسو وضع کولو حق لري خو په زور د افغان کډوالو ایستل هغوی (افغانان) له «خطر» سره مخ کولی شي.
په خبرپاڼه کې راغلي: «افغانستان د بشري حقونو له ګڼو ننګونو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو له سخت بشري بحران سره مخ دی؛ دا ډول پلانونه به پر ټولو هغو کسانو جدي اغېزې ولري چې د هېواد پرېښودو ته اړ شوي او ممکن د بېرته ستنېدو په وخت کې د جدي خوندیتوب له ګواښونو سره مخ شي.»
دواړو یادو ادارو چمتووالی ښودلی چې د پاکستان له حکومت سره د افغان کډوالو د تنظیم او د هغوی ثبتولو تګلارې جوړولو برخو کې مرسته کوي.
دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې د ملګرو ملتونو د بښنې نړۍوال سازمان او ځينو نورو بنسټونو هم له پاکستانه د بېاسناده افغان کډوالو ایستلو په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې پاکستان دې افغان کډوال په زور له خپل هېواده نه باسي او هلته دې یې ژوند کولو ته پریږدي.
د افغانستان ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمدیعقوب مجاهد هم دوه ورځې مخکې په کابل کې په یوه غونډه کې د افغان کډوالو په اړه د پاکستان وروستۍ پرېکړه ظالمانه او ناعادلانه وبلله او د دغه هېواد له خلکو يې وغوښتل چې خپل حکومت له دې پرېکړې وګرځوي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد هم تېره اونۍ ویلي وو: «په پاکستان کې له افغان مهاجرینو سره چلند د منلو نه دی، باید پاکستان لوری په دې اړه پر خپل پلان له سره غور وکړي؛ افغان مهاجرین د پاکستان په امنیتي ستونزو کې لاس نه لري، څو چې افغان مهاجرین په خپله خوښه او ارام سره له پاکستانه راوځي، تر هغو باید دغه هېواد زغم وکړي.»
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن