ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جمهوري‌غوښتونکو خوځښت: پاکستان تل د نیابتي جګړې او افغان کډوالو په نوم له نړۍوالو پیسې اخیستې

جمهوري‌غوښتونکو خوځښت: پاکستان تل د نیابتي جګړې او افغان کډوالو په نوم له نړۍوالو پیسې اخیستې

author avatar
7 Oct 2023 - 01:49
جمهوري‌غوښتونکو خوځښت: پاکستان تل د نیابتي جګړې او افغان کډوالو په نوم له نړۍوالو پیسې اخیستې
author avatar
7 Oct 2023 - 01:49

اټلانټا (پژواک، ۱۴ تله ۱۴۰۲): د افغانستان جمهوري غوښتونکو خوځښت وایي، د افغان کډوالو پر ضد د پاکستان وروستي اقدامونه د بشري حقونو د نړۍوالې اعلامیې او د کډوالۍ په اړه د منل شوو کنوانسیونونو، هوکړو او تړونونو سره په ټکر کې دي.

دغه خوځښت د تلې په ۱۴مه، په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په دې وروستیو کې په پاکستان کې د زرګونو افغانانو د نیولو، بندی کولو، وهلو، ځورولو او ان ورکېدلو مستند خبرونه ورکړل شوي دي.

سرچینې زیاته کړې، پښتونخوا او د پاکستان په ښارونو کې مېشتو افغان کډوالو څرګنده کړې، چې کورنۍ، مېرمنې، ماشومان او ان نوي زېږېدلي ماشومان هم زندانونو ته غورځول شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، هغه افغانان چې په بېلابېلو سیمو کې اوسیږي، پولیس او په شخصي جامو کې ناڅرګند وسلوال یې کورونو ته ورننوځي او افغانان په وهلو او سپکاوي له کورنو باسي یا پیسې ترې شکوي، یا یې زنداني کوي او ګڼو ته یې د شړلو ګواښونه کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.