اټلانټا (پژواک، ۱۴ تله ۱۴۰۲): د افغانستان جمهوري غوښتونکو خوځښت وایي، د افغان کډوالو پر ضد د پاکستان وروستي اقدامونه د بشري حقونو د نړۍوالې اعلامیې او د کډوالۍ په اړه د منل شوو کنوانسیونونو، هوکړو او تړونونو سره په ټکر کې دي.
دغه خوځښت د تلې په ۱۴مه، په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په دې وروستیو کې په پاکستان کې د زرګونو افغانانو د نیولو، بندی کولو، وهلو، ځورولو او ان ورکېدلو مستند خبرونه ورکړل شوي دي.
سرچینې زیاته کړې، پښتونخوا او د پاکستان په ښارونو کې مېشتو افغان کډوالو څرګنده کړې، چې کورنۍ، مېرمنې، ماشومان او ان نوي زېږېدلي ماشومان هم زندانونو ته غورځول شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، هغه افغانان چې په بېلابېلو سیمو کې اوسیږي، پولیس او په شخصي جامو کې ناڅرګند وسلوال یې کورونو ته ورننوځي او افغانان په وهلو او سپکاوي له کورنو باسي یا پیسې ترې شکوي، یا یې زنداني کوي او ګڼو ته یې د شړلو ګواښونه کوي.
سرچینې ویلي: «د سړې جګړې پرمهال، د شوروي پر وړاندې د افغانانو د جګړې په ترڅ کې چې پاکستان له شوروي ضد نړۍوالو ځواکونو څخه د افغان کډوالو په نوم کومې پانګې اخیستې، ټولو ته په یاد دي، په حقیقت کې د پاکستان اوسنۍ وداني لویه برخه په هماغو پیسو ترسره شوې چې دوی د افغان کډوالو په نامه او په افغانستان کې د خونړۍ نیابتي جګړې په اوږدولو له نړۍ اخیستې دي.»
سرچینې زیاته کړې، اوس هم پاکستان له ملګرو ملتونو، نړۍوالو سازمانونو، موسسو او هېوادونو د کډوالو په نوم پیسې اخلي، خو په بدل کې یې افغان کډوال ځوروي.
دغه خوځښت ویلي، پاکستان باید وپوهیږي چې دا هر څه د افغانانو په عامه ذهنیت کې ثبتیږي، افغانانو په تاریخ کې ښوولې چې له دوست سره مېړانه څه ده او له دښمن سره د پیاوړتیا پرمهال باید څنګه چلند وکړي؟
د افغانستان د جمهوريغوښتونکو خوځښت په کلکه د پاکستان دغه انساني ضد اقدامات غندي او پر ټولو نړۍوالو سازمانونو او هېوادونو غږ کوي چې پاکستان کې د افغان کډوالو پر وړاندې روان بشري ناورین او دولتي جنایت ته پام ورواړوي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










