Language

هرات کې څو پرله‌پسې زلزلو زیانونه اړولي

هرات (پژواک، ۱۵ تله ۱۴۰۲): هرات، بادغیس او فراه ولایتونو کې څو پرله‌پسې زلزلې شوې او زیانونه یې اړولي دي.

د هرات د والي ویاند مولوي نثاراحمد الیاس پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن غرمه شاوخوا ۱۱ بجې څو پرله‌پسې زلزلو د هرات ښار او ولسوالۍ ولړزول.

نوموړي د جزئیاتو له ورکولو پرته وویل، د معلوماتو له مخې، دغو زلزلو د هرات اوسېدونکو ته مالي زیانونه اړولي چې اندازه به یې وروسته وړاندې شي.

خو هغه وایي چې تر اوسه له دې پېښې لسګونه ټپیان د دغه ولایت مرکز او د ولسوالیو روغتیایي مرکزونو ته لېږدول شوي دي.

login or register a new account.