منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۲ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۴۲ غ.م
۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

هرات کې څو پرله‌پسې زلزلو زیانونه اړولي

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۹۷ کتنې

هرات (پژواک، ۱۵ تله ۱۴۰۲): هرات، بادغیس او فراه ولایتونو کې څو پرله‌پسې زلزلې شوې او زیانونه یې اړولي دي.

د هرات د والي ویاند مولوي نثاراحمد الیاس پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن غرمه شاوخوا ۱۱ بجې څو پرله‌پسې زلزلو د هرات ښار او ولسوالۍ ولړزول.

نوموړي د جزئیاتو له ورکولو پرته وویل، د معلوماتو له مخې، دغو زلزلو د هرات اوسېدونکو ته مالي زیانونه اړولي چې اندازه به یې وروسته وړاندې شي.

خو هغه وایي چې تر اوسه له دې پېښې لسګونه ټپیان د دغه ولایت مرکز او د ولسوالیو روغتیایي مرکزونو ته لېږدول شوي دي.

په ورته وخت کې، د دغه ولایت اوسېدونکي له لومړۍ زلزلې سره له خپلو کورونو ووتل، اوس د مازدیګر درې بجې لا هم خلک اندېښمن دي او ډېر یې بېرته کورونو ته نه دي دننه شوي.

له بلې خوا، د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي، د ریښتر په کچه ۵،۵- ۴،۷- ۶،۲ او ۶،۳ درجو زلزلو چې مرکز یې د ۱۰،۶ کیلومتره په ژوروالي د زنده‌جان ولسوالي کې و، هرات ښار ولړزواوه.

له بلې خوا، کابل کې د ایران سفارت د دغو پېښو له قربانیانو سره د همدردۍ په څرګندلو ترڅنګ ویلي چې زیانمنو سره د بشري مرستو لپاره چمتووالی لري.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې