ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د برېښنا برخه کې د ۷۵ میلیون ډالرو په لګښت شپږ پروژې پلې کېږي

د برېښنا برخه کې د ۷۵ میلیون ډالرو په لګښت شپږ پروژې پلې کېږي

author avatar
7 Oct 2023 - 18:03
د برېښنا برخه کې د ۷۵ میلیون ډالرو په لګښت شپږ پروژې پلې کېږي
author avatar
7 Oct 2023 - 18:03

کابل (پژواک، ۱۵ تله ۱۴۰۲): د اوبو او برېښنا وزارت له یوه خصوصي شرکت سره د ۷۵ میلیون امریکایي ډالرو په لګښت، له بغلانه تر کابله د ۵۰۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو د پاتې چارو د بشپړولو په ګډون، د انرژۍ د شپږو پروژو تړون لاسلیک کړ.

دغه تړونونه نن د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې د اوبو او برېښنا وزارت سرپرست ملا عبدالطیف منصور او د عوفي بهرام د کانونو استخراج او پروسس شرکت مرستیال مولوي نورالله خان ترمنځ لاسلیک شو.

د اوبو او برېښنا وزارت د انرژۍ برنامو رییس اینجنیر فرهاد محمودي نن په کابل کې خبریالانو ته وویل، په دې پروژو کې د بغلان له خواجه الوان دښتې د کابل تر ارغندۍ د ۵۰۰ کیلوولټ مزي د پاتې چارو بشپړول، د کابل د ارغندۍ سب‌سټېشن د پاتې چارو بشپړول، د کابل په تره‌خېلو سیمه کې د نوي سب‌سټېشن جوړول، د ۲۳ کیلومتره په اوږدوالي د کابل د چمتلې له سب‌سټېشن څخه تر تره‌خېلو سب‌سټېشن پورې د ۲۲۰ کیلوولټ مزي د لېږد پلې کول، د ارغندۍ- کابل سب‌سټېشن پراختیا او د کابل بت‌خاک کې د نوي سب‌سټېشن جوړول شامل دي.

د اوبو او برېښنا وزارت مطبوعاتي دفتر وایي چې د یادو پروژو لګښت- چې ۷۵ میلیون امریکایي ډالره کېږي – یاد شرکت ورکوي، خو د پروژو له پلې کېدو وروسته، دغه شرکت ته د برېښنا له ګټې د هغوی پیسې ورکول کېږي او په ګټه کې هم یوه اندازه برخه ورکول کېږي.

اینجنیر فرهاد محمودي وایي چې د یادو پروژو چارې به په دوو کلونو کې بشپړې شي.

هغه زیاته کړه چې د دغو پروژو په پلې کېدو سره به له ترکمنستانه افغانستان ته زر میګاواټه نوره برېښنا وارده او ورسره به د کابل او ګاونډیو ولایتونو د برېښنا د کمښت ستونزې لویه برخه هواره شي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.