ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سږ کال به د ننګرهار کانال د زیتون له حاصلاتو تېل او اچار تولید شي

سږ کال به د ننګرهار کانال د زیتون له حاصلاتو تېل او اچار تولید شي

author avatar
7 Oct 2023 - 18:05
سږ کال به د ننګرهار کانال د زیتون له حاصلاتو تېل او اچار تولید شي
author avatar
7 Oct 2023 - 18:05

جلال‌اباد (پژواک، ۱۵ تله ۱۴۰۲): د ننګرهار کانال رياست مسوولين وايي، د زيتونو حاصلاتو ټولول يې پيل کړي چې تېل او اچار به ترې توليد شي.

د مسوولينو په وينا، د زيتونو د اچارو توليد او پروسس چارې پيل شوي او نږدې ورځو کې به یې د تېلو توليد هم پيل کړي.

د ننګرهار د کانال رياست وياند سيدهمايون غريبمل د تلې په ۱۵مه پژواک خبري اژانس ته وويل، د دې ادارې اړوند د زيتونو باغونو حاصلات به سږ کال تر ۳۰۰ ټنه پورې وي چې له لسو ټنو به یې اچار او له پاتې نورو به تېل توليد او پروسس شي.

دی وايي، که څه هم سږ کال د زیتون ونې شاخ‌بري شوې او ډېر حاصل يې نه دی ورکړی خو بيا هم دومره کېږي چې د تېلو او اچارو له اړخه د خلکو اړتيا پوره کړي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د زيتون له شنو دانو د اچارو توليد پيل شوی او له تورو پخو دانو به يې پنځلس ورځې وروسته د تېلو تولید پیل شي.

نوموړی وايي: «د کانال شرکت د زیتونو فابریکې کابو شپږ لسیزې وړاندې په فعالیت پیل کړی، په یو کال کې د ۸۰۰۰ ټنه زیتون د پروسس ظرفیت لري چې ۴۰۰۰ ټنه تېل او ۴۰۰۰ ټنه اچار تشکیلوي.»

غريبمل دا هم وويل چې د کانال له جوړېدو سره سم د زیتون نږدې ۳۱۰۰ هکتار باغونه جوړ شوي وو چې په هېواد کې د څو لسيزو جګړو او ناسمې پاملرنې له امله ۱۳۸۰ هکتاره یې له منځه تللي او اوس د زیتون ټول ۱۷۲۰ هکتاره باغونه شته.

هغه زياته کړه: «د خوښۍ خبره دا ده چې شاوخوا یو کال مخکې ننګرهار کانال په کابو ۵۵۰ جریبه ځمکې د زیتونو نوي باغونه احداث کړل چې په راتلونکي کې به ورسره د زیتونو حاصلاتو کچه لوړه شي.»

بلخوا د ننګرهار کانال رييس مولوي غلام‌الرحمن کظیم وايي، د کانال زیتونو فابریکه د پروسس مجهز ماشینونه لري او پلان لري چې له یادو ماشینونو لا ښه ګټه پورته کړي، څو په نړۍوال مارکېټ کې د ننګرهار د زیتونو تولیداتو ته د رقابتي بازارموندنې زمینه هم برابره شي.

نوموړی هيله‌ څرګندوي چې له یادو ماشينونو سره به له زيتونو د تېلو او اچارو توليدات لا ډېر او باکیفیته شي .

دی زياتوي: «د پروسس د دغو ماشینونو له جملې يې دوه ماشينونه د دې فابریکې د جوړېدو سره سم په ياده فابريکه کې نصب شوي او يو عدد ماشين يې شپږ کاله مخکې زیتونو فابریکې ته راوړل شوی دی.»

بلخوا د ننګرهار کانال د زيتونو د پروسس فابريکې يوه کارکوونکي نقيب‌الله پژواک ته وويل، په دغه فابريکه کې له شلو کلونو راهیسې کار کوي او سږ کال هم د زيتونو د پروسس برخه کې فعاله ونډه لري.

هغه وايي، اوسمهال د اچارو توليد او پروسس پيل شوی چې ډېر ژر به د تېلو توليد هم پيل شي.

ننګرهار کې د زيتونو باغونه په ۱۳۴۴ لمريز کال د پخواني پاچا محمد ظاهرشاه په حکومت کې جوړ شوي چې د حاصلاتو د پروسس لپاره يې بيا دغه فابريکه هم جوړه شوه.

Views: 39

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.