Language

هرات کې زلزلې۱۲ کلي ویجاړ کړي او درنه مرګ‌ژوبله يې اړولې ده

کابل (پژواک، ۱۵ تله ۱۴۰۲): د هرات ولایت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست وایي، د دغه ولایت په زنده‌جان او غوریانو ولسوالیو کې د زلزلې له امله دوولس کلي په بشپړه توګه ویجاړ شوي او شاوخوا ۶۰۰ کسانو ټپیان دي.

د کانونو او پټرولیم وزارت لیکلي چې نن غرمه مهال هرات او د هرات شاوخوا ولایتونه څلورو پرله‌پسې زلزلو ولړزول.

د هرات ولایت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رئیس مولوي موسی اشعري پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دغه ولایت په زنده‌جان او غوریانو ولسوالیو کې د زلزلې له امله ۱۲ کلي په بشپړه توګه ویجاړ شوي او شاوخوا ۶۰۰ کسان ټپیان شوي دي.

د هرات ولایت په حوزوي روغتون کې یوه سرچېنه وایي چې د زلزلې له امله له ۲۰ تر ۲۵ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د یاد وزارت مطبوعاتي دفتر هم تاییدوي چې یوازې د هرات ولایت په زنده‌جان ولسوالۍ کې د زلزلې له امله اووه کلي په بشپړه توګه ویجاړ شوي او ډېر کسان تر خاورو لاندې دي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.