کابل (پژواک، ۱۵ تله ۱۴۰۲): د هرات ولایت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست وایي، د دغه ولایت په زندهجان او غوریانو ولسوالیو کې د زلزلې له امله دوولس کلي په بشپړه توګه ویجاړ شوي او شاوخوا ۶۰۰ کسانو ټپیان دي.
د کانونو او پټرولیم وزارت لیکلي چې نن غرمه مهال هرات او د هرات شاوخوا ولایتونه څلورو پرلهپسې زلزلو ولړزول.
د هرات ولایت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رئیس مولوي موسی اشعري پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دغه ولایت په زندهجان او غوریانو ولسوالیو کې د زلزلې له امله ۱۲ کلي په بشپړه توګه ویجاړ شوي او شاوخوا ۶۰۰ کسان ټپیان شوي دي.
د هرات ولایت په حوزوي روغتون کې یوه سرچېنه وایي چې د زلزلې له امله له ۲۰ تر ۲۵ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د یاد وزارت مطبوعاتي دفتر هم تاییدوي چې یوازې د هرات ولایت په زندهجان ولسوالۍ کې د زلزلې له امله اووه کلي په بشپړه توګه ویجاړ شوي او ډېر کسان تر خاورو لاندې دي.
هغه وایي چې د مرګژوبلې کچه لوړه ده خو تر هغې چې د ژغورنې عملیات پای ته رسیږي د کره شمېرو په اړه څه نه شي ویلي.
تر دې مخکې پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند جانان سایق په يوه خپور شوي وېډیویې پیغام کې ویلي و چې د زلزلې له امله د هرات ولایت د زندهجان ولسوالۍ په درېیو کلې ۱۵ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او شاوخوا ۴۰ تنه نور ټپيان شوي دي.
هغه ویلي چې دغه شمېرې لومړنۍ دي او کېدای شي وروسته مرګژوبله زیاته شي.
د رياستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر هم پېښو ته د رسېدو کمېسیون غړو او اړوندو وزارتونو او ادارو ته لارښوونه کړې چې د پېښې ځای ته ژر ځان ورسوي، له ټولو شته امکاناتو کار واخلي؛ د زيانمنو شوو هېوادوالو لاسنیوی وکړي او هر ډول لازمې مرستې ورسره وکړي.
د روغتیا نړۍوال سازمان پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د هرات روغتونونو ته یې د زلزلې له امله د ټپي شوو کسانو د درمنلې لپاره درمل او طبي توکي استولي او د اړتیا پر مهال به په دې برخه کې نوره مرسته هم وکړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










