Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بغلان کې په بهرنیو ژبو لیکل شوو لوحو د اصلاح په موخه کمپاین پیل شو

پلخمري (پژواک، ۱۶ تله ۱۴۰۲): د بغلان د اطلاعاتو او کلتور ریاست وايي چې په دغه ولایت کې په بهرنیو ژبو لیکل شوو لوحو د اصلاح په موخه یې کمپاین پيل کړی دی.

د بغلان د اطلاعاتو او کلتور ریاست د فرهنګ امر مولوي عزت‌میر حقاني پژواک خبري اژانس ته وویل چې د یوه کمپاین په ترڅ کې دوی د مرکز پلخمري له ټولو هټۍوالو غوښتنه کړې څو هغه لوحې او بنرونه چې په نورو ژبو لیکل شوي، پاک کړي او پر ځای يې د افغانستان په رسمي ژبو لوحې ولیکي.

هغه وايي: «له دغه کمپاینه زموږ موخه د پردي کلتور او کلمو مخنیوی دی؛ دغه کمپاین مو له پلخمري ښاره پیل کړی او دا به ټولو ولسوالیو ته وغځوو.»

په دې اړه د پلخمري ښار یوه هټۍوال روح‌الله پژواک ته وویل چې پر دغه کمپاین دوی کومه نیوکه نه لري او ملاتړ يې کوي.

خو دی وايي، حکومت باید د لوحو او بنرونو لیکلو برخه کې بدیلې کلمې پیدا او د امکان په صورت کې دې لګښت هم ورکړي.

د یادونې ده، د بغلان ترڅنګ په پلازمېنه کابل او ځینو نورو ولایتونو کې هم ګڼ شمېر لوحې او بنرونه د افغانستان د رسمي ژبو پر ځای په نورو ژبو لیکل شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.