Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ملي سوداګر میرویس عزیزي د هرات له زلزله‌ځپلو سره ۲۰۰ میلیونه افغانۍ مرسته اعلان کړه

[restrict paid="true"]

اټلانټا (پژواک، ۱۶ تله ۱۴۰۲): د هېواد ملي سوداګر او د عزیزي ګروپ مشر میرویس عزیزي د هرات له زلزله‌ځپلو سره ۲۰۰ میلیون افغانۍ مرسته اعلان کړه.

تېره ورځ غرمه مهال هرات او د هرات شاوخوا ولایتونه څو پرله‌پسې زلزلو ولړزول، پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وایي، د هرات ولایت په زنده‌جان او غوریانو ولسوالیو کې ۱۲ کلي په بشپړه توګه ویجاړ شوي او له درې زرو ډېرو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

خو د هرات ځایي چارواکي وایي چې په دې زلزله کې ۲۴۴۵ کسان مړه او ۲۴۴۰ کسان ټپیان شوي دي.

د هېواد ملي سوداګر او د عزیزي ګروپ مشر میرویس عزیزي د هرات له زلزله‌ځپلو سره د خواخوږۍ او غمشریکۍ ترڅنګ د ۲۰۰ میلیونه افغانیو مرستې اعلان کړی دی.

هغه پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې دا مرسته به د عزیزي بنسټ له خوا د هرات پر زلزله‌ځپلو وېشل کېږي.

عزیزي ویلي چې د عزیزي بنسټ یو پلاوی به ډېر ژر هرات ولایت ته هم سفر وکړي.

د هغه په وینا، دې لپاره چې دا مرستې ښه تنظیم او مستحقو خلکو ته ورسېږي، د ده ورور همایون عزیزي به په خپله هرات ته ولاړ شي.

د یادونې ده، د افغانستان سرپرست حکومت نن د هرات له زلزله‌ځپلو سره د ۱۰۰ میلیونه افغانیو مرستې اعلان کړی دی.

[/restrict]

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.